د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، روسیه او ازبکستان په ګډه د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د نښلولو لپاره د افغان ټرانس ریل پټلۍ پروژې د پیل لپاره ارزونه او مطالعه پیلوي.
د سرچينو په خبره ازبکستان او روسیې د ترانسپورت وزارتونو د روسیې له ریل پټلۍ او د ازبکستان د ملي ریل پټلۍ شرکت سره په ګډه د پروژې د پراختیایي پړاو د پیل رسمي اسناد لاسلیک کړي دي.
د روسیې د ترانسپورت وزارت ویلي، چې دواړه هیوادونه په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې د بار وړلو ټرافیک وړاندوینې او اقتصادي بقا ارزونه او مطالعه کوي.
ياده دې وي چې تر اوسه د دې پروژې د مسیر لپاره دوه احتمالي لارې وړاندیز شوې دي چې لومړی مسیر مزار شریف-هرات-دلارام-کندهار او بیا د بلوچستان چمن ښار او دوهم مسیر د ازبکستان-ترمز-د افغانستان نایب اباد-لوګر-خرلاڅي ارزول کیږي.