د روسیې د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، روسیه او ایران د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخه کې څو لویې متقابلې پروژې پلې کوي.
ياد خبري اژانس وايي د کرملین مطبوعاتي دفتر په کازان کې د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو غونډې په څنډه کې وېلي، چې د روسیې او ایران تر منځ په دوه اړخیزه تادیاتو کې له ۹۶ سلنه څخه ډیر ملي اسعار کارول کیږي.
د روسیې او ايران د متقابلې همکارۍ دا خبر وروسته له هغې خپرېږي چې تر دې وړاندې هم دواړو هېوادونو په بېلابیلو برخو په تېره بيا د اوکراين په جګړه کې د ايران له لوري د ډرون الوتکو مرستې راپورونه هم خپاره شوي وو.