په مسکو کې افغان سفارت خبر ورکړی، چې مولوي گل حسن حسن، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانگړي استازي، ښاغلي ضمیر کابلوف، سره کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر وضعیت او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
افغان سفیر د پاکستاني رژيم له لوري د افغانستان د حریم د نقض او د افغان حکومت د دریځ په اړه معلومات وړاندې کړي او د هغو روسي رسنیو ناسمو نشراتو ته یې هم اشاره کړې چې د افغانستان په اړه یې له واقعیتونو لرې معلومات خپاره کړي وو.
په ورته وخت کې بيا ضمیر کابلوف د افغانستان او پاکستاني رژيم وروستۍ شخړې د اندېښنې وړ بللي او ټینگار یې وکړ چې ستونزې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
نوموړي همدا راز ويلي، چې د اړتیا په صورت کې یې هېواد د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستونزو د حل په برخه کې منځگړي رول ته چمتووالی لری.
