Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»روسیه ولې طالبان د ترهګرۍ له لیست څخه وباسي؟
    لیکني

    روسیه ولې طالبان د ترهګرۍ له لیست څخه وباسي؟

    صابر افغانصابر افغان15 اکتوبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    څو ورځې وړاندې لوړ پوړو روسي چارواکو وویل چې روسي مشرتابه پرېکړه کړې چې طالبان به د ترهګرو له لیست څخه وباسي.

    دا لومړی ځل نه دی؛ وړاندې هم روسي چارواکو دغه ډول څرګندونې کړې وې.

    تمه کېږي چې نږدې وخت کې به دغه پرېکړه عملي شي، خو پوښتنه دا ده چې روسیه ولې دغه کار کوي؟

    واک ته د ا.ا.ا له رسېدو وړاندې او وروسته روسیې له طالبانو سره د ترهګرۍ لیست کې د شمولیت سربېره ښې اړیکې درلودلې.

    طالب مشرانو په مسکو کې ګڼو کنفرانسو کې برخه اخیستې او د ضمیر کابلوف په مشرۍ روسي چارواکو کابل ته سفرونه کړي دي.

    روسیه فکر کوي چې د رسمي تعامل او بېلابېلو برخو کې همکارۍ له پاره اړینه ده چې نور هم ا.ا.ا ته ځان نږدې کړي او رسمي تعامل ته ننوځي.

    د روسیې یوه وېره له داعش څخه ده؛ که څه هم واک ته د ا.ا.ا له رسېدو وروسته له افغانستان څخه د داعش لمنه ټوله شوې، خو روسیه په دې اړه د ا.ا.ا تجربې او همکارۍ ته اړتیا لري، څو روسیه کې لکه کراکس په څېر بریدونو مخه ونیسي.

    بلخوا، افغانستان او روسیه پراخه سوداګري لري چې تېر زیږدي کال کې یې یو میلیارد ډالر سوداګري کړې ده.

    روسیه د وریښمو له تاریخي لارې غواړي چې خپله سوداګري د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره پراخه کړي.

    په دې اساس روسیه اړ ده چې په افغانستان کې له واکمن حکومت (ا.ا.ا) سره اړیکې پراخه او ځان نږدې کړي.

    د ا.ا.ا هم د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ د پلي کولو او نړیوال ستیج کې د ملاتړ له پاره د روسیې همکارۍ ته اړتیا لري چې روسیې تر اوسه په ښه ډول همکاري کړې ده او ژر ده چې ا.ا.ا به د روسیې او چین په همکارۍ له اوسني ناسم سیاسي وضعیت څخه راووځي.

    مخکینۍ مقالهد‌ کابل شېرپور کې د تېر جمهوري حکومت د مارشال دوستم غصب شوی کور ونړول شو
    راتلونکي مقاله افغان سفیر بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشر سره کتلي

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) د حکومت د رسنیو مرکز کې…

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.