د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د روان کال له پیله شاوخوا ۳۳۲۰ بهرنیو وګړو ته تابعیت ورکړل شوی دی.
د روسیې د کورنيو چارو وزارت زياته کړې چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان په اساس هغو کسانو ته چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې برخه اخلي؛ کورنیو ته یې د روسیې پاسپورټ ورکول کېږي، خو تراوسه روښانه نه ده چې په هغو کسانو کې چې پرون اعلان شوي یوازې پوځي پرسونل پاسپورټونه ترلاسه کړي که د هغوی کورنیو ته هم ورکړل شوي دي.
د پوتین د نوي قانون له مخې، له هغو کسانو څخه چې په اوکراین کې د جګړې خدمت ته نه حاضرېږي، د روسیې تابعیت ترې اخیستل کېږي.