د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر قلندر عباد د تخصصي روغتونونو له رئیسانو سره په لیدنه کې په تخصصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي، د مسلکي کسانو پر گمارنې، د روغتیايي پرسونل د معاشاتو پر لوړوالي او گڼو نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې کړې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روغتیا چارسمبالي وزیر د روغتونونو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره باید د ناروغانو په خدمت کې کوم خنډ ونه کړي.:«یاده میاشت الله تعالی ته په ټولو میاشتو کې غوره او د ځانگړو فضیلتونو ډکه میاشت ده، چې په همدې موخه ټول روغتیايي کارکوونکي باید د نورو ورځو به څېر په دې میاشت کې هم په ۲۴ساعته ډول خپلو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عامې روغتیا وزارت د یو منظم پلان له مخې یوه لایحه ترتیب کړې، چې له مخې به یې په نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه د هغوی د علمي کچې د معیار پر بنسټ لوړ شي.
د عامې روغتیا وزارت داسې مهال روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو د لوړېدو خبره کوي، چې له افغانستان څخه هره ورځ زرگونه کسان په قانوني او ناقانونه لارو پاکستان، ایران، ترکیې او د نړۍ گڼ شمېر هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.