Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»روغتیا وزارت: د لومړي ځل لپاره د گوزڼ د تشخیص لابراتوار فعال شو
    افغانستان

    روغتیا وزارت: د لومړي ځل لپاره د گوزڼ د تشخیص لابراتوار فعال شو

    صابر افغانصابر افغان10 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عامې روغتیا وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره په کابل کې د پولیو(گوزڼ) لابراتوار پرانیستل شو، چې له پرانیستل کېدو وروسته به د ګوزڼ ناروغۍ په تشخیص کې رغنده رول ولري.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عامې روغتیا وزارت د گوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې جدي گامونه اخیستي او موخه مو په ۲۰۲۴ز کال کې افغانستان له گوزڼ څخه د پاک هېوادونو په نوملړ کې راوستل دي.په خبرپاڼه کې د روغتیا د چارسمبالي وزیر قلندر عباد له قوله ویل شوي، له دې وړاندې په هېواد کې دغه ډول لابراتوار نه و. :« دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل کېږي چې د پولیو ناروغۍ په ژر او کره تشخیص کې اړین رول لري او د دې لابراتوار پرانیسته د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د جدیت ښکارندويي کوي.»د ښاغلي عباد په خبره، د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د هېواد په روغتیايي سکټور کې د پام وړ بدلون راغلی، په ځانګړي ډول د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو په برخه کې او د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي دي او په دې برخه کې هڅې روانې دي. : « د لابراتوار د نتایجو په پایله کې موږ کولی شو کره پرېکړې وکړو او د پولیو په پروګرام کې لا نور اصلاحات رامنځته کړو.»د پرانیستې په دغه مراسمو کې د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې مسوول ډاکټر حمید جعفري وویل، د دې لابراتوار پرانیسته د گوزڼ ناروغۍ او له منځه وړلو په برخه کې ستره لاسته‌راوړنه ده. په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار په لومړي ځل د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړیوالې شبکې په ملاتړ جوړ شوی دی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.افغانستان له دې وړاندې دغه ډول لابراتوار نه درلود او د گوزڼ د پېښو معاینات په پاکستان کې کېدل.

    مخکینۍ مقالهملي دفاع وزارت: یوه بلک‌هاک چورلکه مو بېرته ترمیم کړه
    راتلونکي مقاله د افشارو قتل عام، د تاريخ يوه په وينو سره پاڼه

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد

    20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.