د زابل ځايي مسوولین وايي، د تېرې شپې د سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ورښتونو له امله د راوتلو سېلابونو د لسو تنو ژوند اخیستی، ۸ کورونه یې ویجاړ کړي او یو تن یې ټپي کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته پر وخت رسېدلي او لسگونه یې ژوندي ژغورلي. :«د پېښې ځای ته مسوولین او امنیتي ځواکونه پر وخت رسېدلي د دوهمې خیبر پلې لیوا او امنیه قوماندانۍ ماشینري ټېمونو په توسط یې لسگونه تنه ژغورلي او دغه راز یې پر لویه لار د سېلابونو له امله رامنځته شوي خنډونه لرې کړي دي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه په زابل کې د سخت ورښت وروسته سېلابونه راووتل چې له امله یې د دغه ولایت د شینکۍ په ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په گډون یوولس تنو ته مرگژوبله واړوله، چې په مړو شوو کې شپږ هغه کوچیان هم شامل دي، چې په سیمه کې یې کېږدۍ درولې وې.
په روان کال کې د هېواد په ډېرو ولایتونو لکه بغلان، بدخشان، تخار، غور، ننگرهار او هرات کې د سېلابونو له امله په سلگونه کسان مړه او زرگونه ټپیان شول.
پرون د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو، وروستیو سېلابونو له امله په افغانستان کې ۸۳زره کسان اغېزمن شوي دي.