Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»زاویه نیوز؛ د جاسوسي سازمانونو د فکري جګړې مزدوره رسنۍ
    لیکني

    زاویه نیوز؛ د جاسوسي سازمانونو د فکري جګړې مزدوره رسنۍ

    عمران آغاعمران آغا11 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    له کوم وخت څخه چې ا.ا.ا پر افغانستان حاکم شوی، سرتاسري امن او سوله راغلې له همغه وخت څخه د غرب او پرديو استخباراتو په خوښه ځيني پلورل شوې رسنۍ د ا.ا.ا ضد د دروغو خبرونه نشروي؛ بې ځايه ادعاوې، دروغجن او زهرجن تبليغات کوي.

    له دغې جملې څخه يې يوه هم زاويه نيوز ده چې د نړيوالو استخباراتو د پروژو عملي کولو ته يې کار ويلی، همېش يې د زهرجنو تبليغاتو، دروغجنو ادعاوو او دروغو خپرولو سره د افغانانو ذهنونه مغشوش کړي؛ تر څو هغه هدف چې غربي استخباراتو ورته ورکړی پوره يې کړي.

    نن يې يو راپور خپور کړی چې د پاکستان جيټ الوتکو د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په باسول کې د پاکستاني طالبانو پر يوه مرکز بمبار کړی؛ د دې خبر هيڅ ثبوت هم د دوی سره نشته چې نشر يې کړي.

    دغه خبر بالکل دروغ دی او په دغسي بې بنياده خبرونو سره نه يواځې زاويه نيوز والا بلکې پاکستان، د شر و فساد ډله او نور د افغانستان دښمنان غواړي چې ا.ا.ا بدنامه او د دوحې د تړون څخه سرغړونه يې وښيي.

    په دغسي د دروغو خبرونو سره غواړي وښيي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په ضد استعمالېږي.

    دغه استخباراتي کړۍ په ګډه سره د افغانانو ضد نشرات کوي، دوی چې د افغانيت دعوه داران دي؛ خو ژبه يې د غرب او د هغو پاکستانيانو ده چې دوی يې همېش د مخالفت نعرې وهلي.

    په تېر غلام رژيم کې حمدالله محب چې د امنيت مشاور وو؛ له ۹۱ او ۹۲ رياست څخه د يادې رسنۍ په نامه په ميليونونو روپۍ اخيستلې؛ ويل کېږي چې حمدالله محب د زاويه نيوز مالک دی چې اوس هم له بهرني جاسوسي سازمانونو څخه د دغې رسنۍ په نوم روپۍ اخلي؛ تر څو دلته په سيمه کې د هغوی پروژو ته تبليغات او د افغانانو ذهنونه په دروغجنو خبرونو او تبليغاتو سره خراب کړي.

    پاکستان کې د ټي ټي پي د مبارزې د پرمختګ سره هره ورځ د پاکستان ميډيا او سياسيون يې پر افغانانو تورونه پوري کوي چې ټي ټي پي له افغانستان څخه پاکستان ته راځي؛ په بار، بار ټي ټي پي اعلاميې خپرې کړي چې موږ پاکستان کې سيمې په خپله ولکه کې لرو او ضرورت نشته چې له بهر څخه راشو. همدغسي افغان حکومت هم د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ورته ويلي يې دي چې دا ستاسو خپله مسئله ده؛ ټي ټي پي له افغانستان څخه نه بلکې پاکستان کې دي او له هغه ځايه بريدونه کوي؛ خو دغه زاويه نيوز همغه د پاکستان خبره تکراروي او وايي چې د ټي ټي پي پر مرکزونو بريد شوی.

    دوی هم د پاکستاني او نړيوالو استخباراتو په خوښه دغه خبره کوي؛ دوی ته هيڅ هم مهم نه دي بغير له ډالرو چې د نړيوالو استخباراتو له خوا ورکول کېږي.

    که يو هېواد کې ميډيا فعاليت شروع کوي نو معلومه ده چې د هغه هېواد د قوانينو پر اساس به پر مخ ځي او هر دروغ يا بې ځايه تبليغاتو کولو پوښتنه به ترې کېږي؛ اما نن سبا د سوشل ميډيا دور کې هيڅ نه وي معلومه چې دغه ويبسايټ چا جوړ کړی او له کوم ځای څخه فعاليت کوي چې له همدغې نقطې څخه په کار اخيستلو د نړۍ استخباراتي لوبو ګرم ميدان همدا ميډيا ګرځېدلې.

    د سوشل ميډيا په راتګ سره ډېرو د ژورناليزم حدود کراس کړه؛ هر يو کس راولاړېږي او سوشل ميډيا کې فعاليت کوي چې د ژورناليزم اصولو ته هيڅ نه ګوري؛ بس چې څوک يو څه پيسې ورکړي دوی ورته کار کوي؛ نه د خپل هېواد، نه اسلاميت او نه هم د خپل ولس د پرمختګ غم ورسره وي.

    د سوشل ميډيا په دې دور کې د ځينو ځوانانو فکرونه له همدې لارې مغشوش شوي؛ دغه ميډيا دومره دروغ نشر کړي چې رښتيا او حقيقت بالکل پکې ورک کړي.

    زاويه نيوز يوه له هغو رسنيو څخه ده چې يواځې يې د دروغو نشرولو ته کار ويلی، د پردي استخباراتي لوبو يوه نانځکه يې له ځانه جوړه کړې او هيڅ د کوم خبر ثبوت هم ورسره نه وي.

    نړيوال استخباراتي کړۍ چې نه غواړي افغانان پر آرامه پاتې شي له دغسي ويبسايټونو او سوشل ميډيا څخه په کار اخيستنې غواړي د افغانانو ذهنونه مغشوش او په دروغو ويلو سره غواړي ا.ا.ا بدنامه کړي.

    افغان ولسه!
    د سوشل ميډيا او د پرديو تبليغاتو په جال کې راګير نه شئ! د نړيوالو استخباراتو يوه مهمه او مضره لوبه هم همدا ميډيا ده چې غواړي ستاسو ذهنونه مغشوش او بيا دغه امن ستاسو له سره واخلي؛ تر څو ستاسو په وينو سوداګري ته لاره پرانيزي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار له يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره کتلي
    راتلونکي مقاله د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې ترمیم کړې

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.