افغاني الاصله پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد چې په وروستیو کې یې د پاکستان پر اوسني حکومت نېوکو ته زور ورکړی، تازه یې د یاد هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان محاکمې ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «نن د پاکستان لپاره د غم ورځ ده.»
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان، تازه د پاکستان یوې محکمې د فساد په یوه قضیه کې پړ بللی او نوموړی یې پر ۱۴ کاله بند او یو میلیون پاکستانۍ کالدارو جریمې محکوم کړی.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې نوموړي ویلي وو چې، پاکستان بیا ځلي پیل ته اړتیا لري او دا باید د عمران خان له ازادۍ سره پیل شي.