د بلومبرګ خبري شبکې د راپور له مخې د اوکراين ولسمشر زیلینسکي له ډونالډ ټرمپ غوښتې تر څو امريکايي پوځ اوکراين ته وليږي او هلته سوله راولي.
بلومبرګ وايي زيلينسکي په خپلو خبرو کې ويلي چې اروپايی اتحاديه دومره پوځ او وس نلري چې د روسيې مخه ونيسي نو په همدې اساس بايد اوکراین ته امريکايي پوځيان ولېږل شي.
زيلينسکي دغه راز ويلي چې په اوکراين کې د امنيت او سولې په خاطر د نورو هېوادونو پوځيان ميشتېږي نو د امريکا پوځ شتون پکې تر ټولو اهم او ضروري دی.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار ويلي وو چې اوکراين روسيې سره خبرو ته چمتو شوی او موږ په دغه لاره عملا کار شروع کړی دی.