د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سې شنبه د عقرب ۲۹مه له فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال ویلي، که امریکا خپلې مرستې بندې کړي نو اوکراین به د روسیې پر وړاندې ډېر ژر ماته وخوري.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه ژمنه کړې چې اوکرایني پوځ ته به د پرسونل ضد ماینونه ورکوي او تر دې وړاندې یې اوکراین ته پر روسیې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د توغولو اجازه هم ورکړې وه.