د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي د سالنګ لويې لارې د واورې پاکولو چارې بشپړې شوي او دا لار نن سهار ۷ بجې د واورې او طوفان له امله له شاوخوا درې ورځو تړل کېدو وروسته له دواړو خواوو د وړو او لويو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
ښاغلي حقشناس دغه راز له موټر چلونکو او مسافرو غوښتي چې په دې لاره د تګ راتګ پر مهال په اړينو ژمنيو وسائلو ځان سمبال کړي او له پاره احتياط او دقت څخه کار واخلي.