ټولګټو وزارت وايي، چې د ياد وزارت اړوند د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست ټيمونو د پرلپسې هڅو په پايله کې نن له غرمې وروسته ۲ بجې ياده لار د وړو مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
سالنګ لويه لار د تېرې اوونۍ له چهارشنبې ورځې راپه دېخوا د واورې د اورښت او اوښتو زيانونو له امله تړل شوې وه.
ټولګټو وزارت د خلکو له حوصله مندۍ مننه کړې او سپارښتنه یې کړې، چې په دې لاره تلونکي مسافر دې ژمني توکي او نور اړين تدابير ونيسي.
