د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی، چې نن د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذوالحجې میاشتې لومړۍ نېټه ده او راتلونکی لوی اختر به د دوشنبې په ورځ دی.
له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د رؤیت هلال د مرکزي او ولایتي کمېټو د معلوماتو پر بنسټ د هېواد په گڼو شمېر ولایتونو کې زیاتو کسانو د ذوالحجة الحرام یا لوی اختر میاشت لیدلې او محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده او شاهدي یې شرعاً معتبره بلل شوې ده؛ نو د رؤیت هلال مرکزي کمېټه رسمي اعلان کوي چې نن شنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذوالحجة الحرام میاشتې لومړۍ نېټه ده ، چې د ۱۴۰۳ ل کال د غبرگولي میاشتې له ۱۹مې نېټې سره برابره ده.
په دې بنسټ د ذوالحجة الحرام میاشتې ۱۰مه نېټه چې د ۱۴۰۳ل کال د غبرگولي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده د دوشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان د جمعې ورځ د ذوالحجة الحرام لومړنۍ نېټه اعلان کړې وه او د لوی اختر ورځ یې هم د غبرگولي میاشتې ۲۷مه نېټه اعلان کړې وه، چې د یکشنې ورځې سره برابره ده.