د سرهصلیب نړیواله کمېټه وايي، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ناچاوده ماینونو په چاودنو کې ۳۲۰ افغانانو ته مرگژوبله اوښتې ده.
یادې ادارې ویلي، په دې کسانو کې ۲۶۵ تنه ماشومان دي، چې د ټولو قربانیانو شمېر څه باندې ۸۲ سلنې ته رسېږي.
د سرهصلیب د نړیوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، ساري ناروغۍ، خوارځواکي او رواني ستونزې هم د افغانستان د څهباندې ۴۰ کلونو د جگړې ناوړه اغېزې دي، چې افغان وگړي ورسره مخ دي.
تېره میاشت د ملگرو ملتونو د همغږۍ ادارې(اوچا) ویلي وو، په افغانستان کې ماشومان د ناچاودېدونکو توکو اصلي قربانیان دي، چې په سلو کې ۸۸ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.
یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي وو، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو توکو په چاودنو کې ۲۹۲ تنه قرباني شوي دي، چې ۵۰ سلنه پېښې له ناچاوده توکو سره د ماشومانو د لوبو پر مهال رامنځته شوي دي.:«د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر جون میاشت پورې په ټوله کې ۲۹۲ ملکي تلفات ثبت شوي چې د چاودېدونکو توکو د چاودنو ۸۸ سلنه قربانیان ماشومانو دي چې کابو ۵۰ سلنه پېښې د ماشومانو د لوبو پر مهال او ۱۵ سلنه یې د اوسپنیزو توکو د راټولولو پر مهال رامنځته شوې دي.»
اوچا په خپل راپور کې ویلي وو، که په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې تمویل نهشي؛ نو په افغانستان کې به د ۳.۴ مېلیونه وگړو ژوند له گواښ سره مخ شي
د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست وایي د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ماین پاکۍ ۲۸۲ ډلې فعالیت لري او تر دې دمه یې زرگونه ماینونه شنډ کړي دي.
په افغانستان کې ډېری ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل نه پاتې دي او د امریکايي یرغل پر مهال هم گڼ ماینونه ښخ شوي، چې نږدۍ میاشت د لسگونه کسانو ژوند اخلي.