
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د افغان حکومت د مشرتابه په حکم، سرپل او جوزجان ولایتونو کې څلور زره او ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د نغدي مرستو او غنمو وېش لړۍ پیل شوه.
د مسئولینو په خبره، په دغو مرستو کې پنځه بوجۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې شاملې دي، چې د دولتي ادارو د یوه ګډ پلاوي له لوري به ووېشل شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په بلخ ولایت کې هم راستنو شویو کډوالو ته ورته مرستو لړۍ پیل شوې ده.

