سيمهييزو سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې په تېرو دریو کلونو کې سلګونه هغه کورنۍ چې د تېرې جمهوري دورې پر مهال د واکمنو د ظلمونو له امله له بامیانو څخه کابل، پروان، بغلان او نورو ته بې ځایه شوې وې، بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.
د سرچینو په وینا، دغه کورنۍ چې اکثریت یې د تاجیک قوم اړوند دي، د تېرې جمهوري دورې پر مهال د کریم خلیلي، حبیبه سرابي او طاهر زهیر اړوند نامسئوله وسلهوالو او ملېشو لهخوا په زور د خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوې وې، خو د جمهوري ادارې له ړنګېدو او د نوي حکومت په راتګ سره یادې کورنۍ بېرته د بامیانو پر مرکز سربېره، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې خپلو سیمو ستنې شوې دي.