د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د روسیې او ایران ترمنځ به د ستراتیژیکو همکاریو تړون ډېر ژر لاسلیک شي.
د روسیې رسنیو د راپورونو له مخې لاوروف ویلي چې تمه لري چې پزشکیان به په راتلونکو دوو میاشتو کې د یاد تړون د لاسلیک لپاره روسیې ته سفر وکړي.
تېره اونۍ د برېکس سرمشریزې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر مسعود پزشکیان له پوتین سره د لیدنې پرمهال د تهران او مسکو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د ژر تر ژره تصویبیدو غوښتنه کړې وه.
لاوروف ټینګار کړی چې د ستراتیژیکو همکاریو د سند له لاسلیک وروسته به د تهران او مسکو ترمنځه پوځي اړیکي لا زیاتې شي.