د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په يوه خپره کړې اعلاميه کې وايي چې دغه هېواد د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان وګړی د هیرويینو د قاچاق په تور اعدام کړی دی.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو پر بنسټ د سعودي د کورنيو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دغه کس د اعدام حکم د شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۰ مه د مکې مکرمې په ښار کې پلی شوی دی.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه کس د اعدام حکم د یوې باصلاحیته محکمې لخوا صادر شوی او د دغه هیواد د سترې محکمې لخوا تصویب او له هغه وروسته اعدام شوی.
په اعلاميه کې ياد وزارت روښانه کړې نه ده چې دغه افغان تبعه کله نیول شوی او څومره هیرویین یې دغه هیواد ته قاچاق کړي دي.