د سمنګانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست مسوولين وايي چې د هغې ۱۳ کلنې نجلۍ د جبري واده کېدو مخه یې نیولې چې یو بوډا سړي ته ودېده.
د سمنګان د امربالمعروف رییس، مولوي حبیب الله حماس وایي، د اسلام له نظره واده یو سپیڅلی پیوند دی، خو په تېرو شلو کلونو کې شته دودونه د دې لامل شوي چې یو شمېر افغان نجونې او ښځې د هغوی له اجازې پرته په بېلابېلو نومونو لکه «بد» او «بدل» په زوره واده شوې دي.
دې ادارې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ښځو مدني او معنوي حقونو ته درناوی وکړي او د ښاغلي حماس په وینا چې دا د الهي فرمانونو خلاف عمل دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اجباري او د کم عمره نجونو ودول اوږده مخینه لري، خو؛ په دې وروستيو کې یې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر مسوولينو په بېلابیلو ولایتونو کې مخه نيولې ده.