د سمنگانو د احصایې او معلوماتو ریاست وايي، پرو سږکال په دغه ولایت کې په ټولیز ډول ۸۶زره او ۵۷۲ تنو ته پېژندپاڼې وېشل شوې، چې ۶۱زره او ۴۹۳ تنو برېښنايي او ۲۵زره او ۷۹ تنو ته کاغذي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.
د سمنگان د احصایې او معلوماتو ادارې رئیس حبیب الله وقاص وايي، په دغه ولایت کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه د دې ریاست اړوند دفترونو ته مراجعه کوي.:«د مرکز په گډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږکال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۲ زره او ۷۲۳ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۰ زره او ۴۶۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۹ زره او ۸۱۲ زېږون کارتونه او ۶۴۸ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.»
د وقاص په خبره، په سمنگان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانگې فعاله دي، چې ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د نویو پېژندپاڼو د وېش سربېره تر وېش وروسته چوپړتیاوو له ډلې د مثنی پېژندپاڼې د وېش خدمتونه هم وړاندې کوي.
اوسمهال د کابل په گډون د هېواد په ټولو مرکزونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو څانگې فعاله دي؛ خو لا هم ټولو خلکو برېښنايي پېژندپاڼې اخیستې نه دي او لا هم د کاغذي پېژندپاڼو د وېش لړۍ چټکه ده.