سره له دې چې نړۍ په بيلابېلو جغرافیو وېشل شوې ده او هر هېواد خپل ملي او نړیوال قوانین لري او هڅه کوي چې د نورو هېوادونو له لاسوهنې او تېري مخنیوی وکړي، که هغه په کورنیو چارو کې وي، که په بهرني سیاست کې؛ خو بیا هم د هر هېواد کړنې او د هغه امن یا ناامن وضعیت، پر ګاونډیانو او د سیمې پر هېوادونو اغېز کوي.
پاکستان چې د افغانستان ګاونډی هېواد دی، پر دې سربېره چې باید له افغانستان سره یې د ښو اړیکو، اقتصادي، سوداګریزو او حتی امنیتي همکاریو په لور ګامونه اخیستي وای، له بده مرغه په تېرو یو ـ دوو کلونو کې یې د افغانستان پر وړاندې ناسم او غلط سیاست غوره کړی دی.
دا یو څرګند حقیقت دی چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له سترو نړیوالو قدرتونو سره اوږدې جګړې کړې دي، خو هېڅکله یې تسلیمۍ ته غاړه نه ده ایښې، بلکې تل د جګړې له ډګرونو څخه په لوړ سر وتلی او یرغلګر یې مات کړي دي.
په دې ټولو کلونو کې پاکستان د ګاونډي هېواد په توګه، د افغانستان د بدلونونو او تحولاتو ننداره کړې ده. تمه دا وه چې د افغانستان د پرمختګ او آبادۍ پر وړاندې د خنډونو جوړولو پر ځای، د تښتېدلو مخالفینو له ملاتړ څخه لاس واخلي، د ښو اړیکو لاره خپله کړي او د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.
خو هغه څه چې افغان ولس یې په وروستیو یو ـ دوو کلونو کې شاهد دی، دا دي چې پاکستان نږدې د یو دښمن هېواد په څېر د افغانستان پر وړاندې دریځ نیولی او څو ځله یې د پوځي لاسوهنې ناکامې هڅې کړې دي، چې له امله یې ګڼ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
له هغو مسایلو څخه چې پاکستان یې تل ملاتړ کوي، د افغانستان تښتېدلو مخالفینو ته پناه ورکول او د هغوی د ادعاوو او خبرو ملاتړ دی؛ حال دا چې ټولو ته څرګنده ده چې همدغو مخالفینو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د پرمختګ له لوړو څوکو را وغورځاوه او د ناامېدۍ او کړاوونو کندو ته یې ورټېل واهه.
اوس له همدې تښتېدلو مخالفینو څخه یو تن، چې سمیع سادات نومېږي او په امریکا کې مېشت دی، د پاکستان له یوه مشهور خبریال سره په مرکه کې ادعا کړې ده چې ګواکې په پاکستان کې ټولې ناامنۍ او بدې پيښې د افغانستان د پټو کړنو پایله ده؛ دا داسې خبره ده چې نه کوم سند لري او نه یې عقل او منطق مني.
د افغانستان اوسني حکومت، د خپلې واکمنۍ په دې کلونو کې، خپل ټول تمرکز پر دې کړی چې د بنسټیزو او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو یوازینۍ سمه لار له ګاونډیانو او نړۍ سره قانوني، سالمې او دوه اړخیزې اړیکې دي. همدارنګه نور هېوادونه هم کولای شي د دوستانه اړیکو له لارې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه ومومي.
لکه څنګه چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې هېچا ته د تېري اجازه نه ده ورکړې او هېڅکله یې سر نه دی ورته ټیټ کړی، اوس هم هماغه تګلاره تعقیبوي؛ د دوست لاس نیسي او د دښمن سوک شاته تمبوي.
له شک پرته چې د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې لومړنی حق د ګاونډیو هېوادونو وي او هغوی ته لومړیتوب ورکول کېږي، خو پاکستان پر ناسمه لار باندې تللی او هېڅکله به خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.