Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»سمیع سادات د افغانستان له پخواني دښمن، د هېواد د ورانولو په هدف مرستې غواړي
    تورې څېرې

    سمیع سادات د افغانستان له پخواني دښمن، د هېواد د ورانولو په هدف مرستې غواړي

    صابر افغانصابر افغان16 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هغه کسان چې په تېرو وختونو کې د شر او فساد ډلو د واکمنۍ پر مهال د بیت‌ المال په خوړلو او چورولو روږدي شوي وو، تل له دې ناروا او حرامو لارو تغذیه کېدل، د خلکو او دولتي شتمنیو په لوټلو یې خپل پوستکی غټ کړی و، د جمهوریت له سقوط وروسته اړ شول چې د تېښتې لار خپله کړي، اوس ورته ډېره سخته ده چې په پردیو هېوادونو کې د تنهایۍ، بې‌وزلۍ او بې‌پیسو ژوند وزغمي.

    دغه کسان چې تېر ژوند لیک یې د جنایت، غلاوو، بد اخلاقۍ او زورواکۍ ډک دی، اوس په دې هېله نه دي چې افغانستان ته بېرته راستون شي، په خپل ذهن کې دا هم نه تصور کوي چې که راستنېږي، نو څه به کوي او څنګه ژوند به پر مخ وړي!؟

    له همدې امله، تښتېدلي هڅه کوي هره زړه رسۍ په منګولو کې ونیسي او د خپلې ابرو د پلورلو، د غربي دښمن او کافرو کړیو د لوبو په وسیله کېدلو سره غواړي تر څو د ځان لپاره پناه ځای پیدا کړي او په هر قیمت او د هر چا په لګښت د خپل ځان لپاره د یوې ګولې ډوډۍ لاره چاره وکړي.

    د متحدي جبهې مشر سمیع سادات په یوه ویدیو کې (د ۸۰ تر ۱۲۰ ډالرو کوبای سګریټ په ښکاره کولو سره)، په ځانګړې ځان‌ښودنې او کاذب باور سره هڅه کوي چې په یوازې ځان د سرپرست حکومت پر وړاندې راپورته شي او له امریکا، چې د افغانانو د ملت تل‌پاتې دښمن دی، د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه کوي، ترڅو یو ځل بیا خپل بخت و ازمويي او شق القمر وکړي، ګواکې په یواځې ځان پوره پوځ دی‌.

    هغه امریکا د ملګري په توګه یادوي او په مستقیم ډول ترې سیاسي او لوژستیکي ملاتړ غواړي؛ ادعا کوي چې دوی عملاً خپله جګړه پر مخ وړي او له ازآدۍ وروسته به داسې یو ډیموکراټیک حکومت رامنځ ته کړي چې د امریکا په ګټه به وي.

    خو له دې پرته چې د هغه غوښتنه ناممکنه، ناشونې او غیر معقوله ده، په حقیقت کې یې اصلي هدف ځان ښودنه، په غرب کې د ژوند لپاره مالي سرچینې موندل، او د پردې تر شا د ځواکونو د لوبولو یوه وسیله ګرځېدل دي.

    د دې شخصي هدف لپاره به څه تر دې اسانه وي، لکه په رسنیزه مرکه کې ګډون کول، ځان په رسنیو کې ښکاره کول، تشې او غیر واقعي خبرې کول او د یو داسې ملت پر وړاندې ځان برېښول چې د دغسې خلکو کیسې یې له ډېره وخته زده دي او د دوی پټې زاویې او کړنې له تېرو وختونو راهیسې د خلکو پر وړاندې ښکاره شوې دي.

    هغه کسان چې په خپل وطن کې یې هیڅ بنسټیز ملاتړ نه درلود او د سرپرست حکومت په راتګ سره یې د تېښتې لار غوره کړه، اوس څنګه د مظلوم افغان ولس نوم په خوله اخلي، د هغوی لپاره فکر او پلان جوړوي او د هغوی په استازیتوب له دښمنانو مرسته غواړي، څنګه تمه لري چې د هغوی خبرې به په دې هېواد کې چا ته د منلو وړ وي، د دوی غوښتنې څرګندوي چې غواړي د افغانستان اوسني پرمختګونه ګډوډ کړي، د کافرو دښمنانو ناپاک لاسونه یو ځل بیا د افغانستان په وضعیت کې شامل کړي او ملت یو ځل بیا هغه بدو ورځو ته ور وګرځوي، چې په کې وینه‌تویدنه، جګړه او ویجاړي واکمنه وه.

    سمیع سادات هغه امریکا ملګرې بولي چې پر افغانستان کې یې شل کاله تجاوز وکړ، ویجاړۍ یې رامنځ ته کړې، ملت یې د پرمختګ له لارې راوګرځاوه، افغانستان یې د قرضونو او ستونزو یوه لویه مصرفي ټولنه وګرځوله او د فساد او بې‌لاریو بازار یې وپړساوه.

    روښانه ده چې داسې کسان د ملت لپاره هیڅ مثبت هدف نه لري او یواځې د رسنیو پر وړاندې د ځان ښودلو او په خپلو شخصي ګټو پسې روان دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاقتصادي مرستيال: د راستنېدونګو صنعتکارانو لپاره پنځه کلنه ماليه معاف ده
    راتلونکي مقاله اسلامي امارت د حماس غورځنګ او اسرائيلو ترمنځ د اوربند هر کلی کړی

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.