Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سنډې ګارډین: نوی ډیلی په چټکۍ له کابل سره د اړیکو د پراختیا پر لور ګامونه اخلي
    افغانستان

    سنډې ګارډین: نوی ډیلی په چټکۍ له کابل سره د اړیکو د پراختیا پر لور ګامونه اخلي

    صابر افغانصابر افغان1 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سنډې ګارډین په نوم هندۍ رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، نوی ډیلی په چټکۍ سره له کابل سره د اړیکو د پراختیا پر لور ګامونه اخلي. د سرچینې په وینا، د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د اړيکو پراختیا د دواړو هېوادونو ستراتېژیکې ګټې خوندي کولی شي.

    د دغې هندې رسنۍ په وینا، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدل ناممکن برېښېدل، خو په خبره یې، په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ‎د اړیکو د پراختیا لپاره تمایل ډېر شوی دی.

    د سنډې ګارډین په وینا، کابل هم له نوي ډیلي سره د اړیکو پراختیا مهمه او ګټوره بولي، له همدې کبله یې هلته د افغانستان په استازولۍ د کس د نومولو لپاره مهم انتخابونه غوره کړي، چې له دې ډلې یو یې هم په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین زوی، نجیب شاهین دی او له دې انتخابه ښکاري چې کابل ته له ډيلي سره د اړیکو پراختیا خورا مهمه ده.

    دغې رسنۍ د ځینو هندي چارواکو له خولې ویلي، چې هند باید له دغه فرصته په چټکۍ سره ګټه واخلي او له اوسني افغان حکومت سره ډيپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي، هلته دې د زېربناوو په رغولو کې د پام وړ ونډه واخلي او دغه راز دې په نړیوال سیاست کې هم د افغانستان او افغانانو ملاتړ تضمین کړي.

    د یادو سرچینو په وینا، دغه ستراتېژي د هند او افغانستان دواړو لپاره خورا ګټوره ده، چې په دې سره هند کولی شي له افغانستان سره د روغتیا، سوداګرۍ، بیارغونې او نورو برخو کې خپله همکاري لا پراخه کړي. سرچینې زیاته کړې، چې افغانستان اوسمهال هڅه کوي چې پر خپلو ګاونډیانو اتکا راکمه کړي او مخامخ د سیمې له هېوادونو سره راکړه ورکړه پیل کړي.

    مخکینۍ مقالهافريقا کې د روسیې پر واګنر پوځ القاعده غورځنګ بريد ترسره کړی
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.