د سوریې په دیر الزور کې د داعش ډلې مهم غړی صادق الحجي وژل شوی دی.
د قوات سوريا دموقراطيه (قسد) گوند ویلي، چې غړو یې د دیر الزور په سودیان سیمه کې د داعش مخکښ او مهم غړی صادق الحجي وژلی دی.
صادق الحجي مخکې بندي و؛ خو له زندان تښتېدلی و، چې نن سهار د سوریې د قسد گوند له لوري ووژل شو.
داعش په لومړي ځل په عراق او وروسته په سوریه کې د امریکا او لوېدیځې نړۍ په بشپړ مالي ملاتړ را پیدا شول، چې په دواړو هېوادونو کې یې سلگونه زره خلک بېکوره کړل او زرگونه یې ووژل.
له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۱ز کلونو ترمنځ داعش د افغانستان په ځینو سیمو کې هم را پیدا شو، چې هغه وخت د امریکا او د اشرف غني حکومت یې پوره ملاتړ کاوه؛ خو د طالبانو له لوري پرې بېخ کنده عملیات وشول او ټغر یې ډېر ژر ټول شو.