
د سوریې مرکزي بانک اعلان کړی، چې له ۲۰۲۶ میلادي کال څخه به د دغه هېواد نوی پولي واحد بازار ته وړاندې شي او له هغې سره هممهاله به د اوسنیو بانکنوټونو د راټولولو لړۍ پیل شي.
د یاد بانک مسئولینو ویلي، چې دا بهیر به په تدریجې ډول تطبیق او له پلي کېدو وړاندې به یې ټول جزئیات خلکو ته وړاندې شي.
سوریه چې تازه له کلونو کورنۍ جګړې راوتلې، مرکزي حکومت یې دا مهال د اقتصاد، عامه بنسټونو او دولتي ادارو د بیارغونې په حال کې دی.

