د سوریې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له ۲۰ کلونو وروسته یې له جنوبي کوریا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا ټینګېدو هوکړه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني او د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر «چو تای یول» یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به دواړه هېوادونه سفارتونه پرانیزي او ډیپلوماټیک استازي به تبادله کړي.
د یادونې وړ ده چې، په سوریه کې له نویو بدلونونو وروسته د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو له دغه هېواد سره خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیا پیل کړي دي.