د القاعدې اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې «حرکة الشباب المجاهدین» ځواکونو د سومالیې هيران ولايت په بیلدوین ښار کې پر يوه هوټل، چې دولتي ناستې پکې ترسره کېدې، سرتېری برید ترسره کړی دی.
د معلوماتو له مخې، لومړی يوه سرتېري موټر بم ته چاودنه ورکړې او وروسته نور سرتېري هوټل ته ننوتي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې برید کې د سوماليې حکومت د څلورو لوړپوړو مشرانو په ګډون ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه کاږي، یاد برید د هغو کسانو پر وړاندې ترسره شوی، چې په دې وروستيو کې يې د الشباب پر ضد خپلې دښمنانه کړنې پراخې کړې وې.