د راپورونو له مخې په سوډان هېواد کې د يوې ريکشا او الوتکې تر منځ په ټکر کې ۴ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د ځايي رسنيو د معلوماتو له مخې، د سوډان په ختيځ القادريف ايالت کې يوه وړه الوتکه له يوه بار وړونکې رېکشا سره د کښته کېدو پر مهال ټکر شوه او په پايله کې یې ۴ تنه مړه او ۸ ټپيان شوي.
د دغه ایالت د کرنې او اقتصاد وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دغه وړه الوتکه پر فصلونو د آفت وژونکو درملو له سپرې کولو وروسته په ټيټه ارتفاع کې روانه وه چې د کرنې برخې د کارکوونکو له وړونکې ريکشې سره ټکر او راولوېدله.
راپورونه وايي په پېښه کې په رېکشا کې سپاره ۴ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي او دغه راز د الوتکې يوکرايني پيلوټ، د هغه مرستيال او د رېکشا چلوونکي ته زيان نه دی اوښتی.