د راپورونو له مخې د سوډان پلازمېنې خرطوم اړوند په امدرمان ښار کې د یوې پوځي الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د سوډان د پوځ په حواله ویلي و، چې یاده پوځي الوتکه له «وادي سیدنا» هوایي اډې څخه تر الوتنې وروسته د امدرمان په شمال کې لوېدلې ده.
خبر کې راغلي چې مرګژوبله پوځي او ملکي کسانو ته اوښتې ده.