
د سویډن او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه لیک کې د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مسؤلې «کایا کالاس» څخه غوښتي، چې پر صهیونیستي رژیم دې بندیزونه ولګوي او د همکاریو هوکړه دې ورسره وځنډوي.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمر استنرګارد او د هالنډ د بهرنیو چارو سرپرست روبن برلکمانس لیک کې د افراطي صهیونیستي وزیرانو پر ضد هم د اقداماتو غوښتنه شوې.
د فرانسې خبري اژانس د راپور لهمخې، په لیک کې ټینګار شوی چې هر څه ژر پر هغو صهیونیستي وزیرانو بندیزونه پلي شي، چې د فلسطیني خاورې د غصب هڅې کوي.