د سي اېن اېن خبري شبکه وايي یوې لوړپوړې سرچینې راته ویلي، چې ایران به د صهيونيستي اسرائیلو وروستیو بریدونو ته «پرېکنده او دردوونکی» ځواب ورکړي.
همدا راز ياده شبکه زياتوي چې دغه سرچینه وایي، چې ایران ښایي د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پر اسرائیل برید وکړي.