
سپوتنیک راپور ورکړی، چې امریکا له ايران سره د جګړې له امله، امریکا هره ورځ له ۸۰۰ ميليونو څخه تر ۱ ميليارد پورې ډالر مصرفوي.
د پنټاګون ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز (CSIS) د اټکل له مخې، یوازې په لومړیو ۶ ورځو کې دا لګښت ۱۱.۳ ميليارد ډالرو ته رسېدلی و، چې اوس له ۱۸ ميليارده ډالرو هم اوښتی دی.
د راپور له مخې، په دې لګښتونو کې د ګران بيه توغندیو کارول، د اډو ترمیم او د الوتکو تېلو مصرف شامل دی، چې د دغه هېواد پر دفاعي بودیجه یې سخت فشار راوړی دی.

