
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، چې امریکا د غزې لپاره د اوربند پر یوې نوې طرحې خبرې روانې ساتلي.
روېټرز خبري اژانس د نوموړې له قوله لیکلي، چې د دې طرحې له مخې به د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ ۶۰ ورځنی اوربند وشي.
نوموړې هیله څرګنده کړې، چې دا اوربند به د جګړې د شدت د راکمېدو او غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره لاره هواره کړي.
ورته مهال حماس اسلامي غورځنګ دغه طرحه منلې ده. د دې غورځنګ رهبرۍ شوری غړي باسم نعیم ویلي، چې دوی د صهیونیستي رژیم ځواب ته په تمه دي.