Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سپینه ديپلوماسي او سپېڅلی سیاست
    لیکني

    سپینه ديپلوماسي او سپېڅلی سیاست

    صابر افغانصابر افغان27 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحید الدین حیدر

    طالبانو د سیاست په تور بازار کې سپین سیاست کړی، لکه څنګه چې نن سبا له سیاست څخه کاروبار جوړ دی، د سیاستونو او سیاستوالو ډېر مخونه دي، خو د طالبانو سیاست یو مخ لري هغه یو مخ د رښتیني اسلامي سیاست برکت دی.

    د جاهلیت په دور کې له بعثت وړاندې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو امین سوداګر وو، خلکو به خپل مالونه او پیسې له انحضرت صلی الله عليه وسلم سره ساتل.کعبه شریفه پخوا هم نورو ادیانو ته مقدسه وه، کله چې دلته د تهداب ډبره اېښودل کېده، نو هر قوم غوښتل چې دا لوی فضلیت ترلاسه کړي، هماغه و چې د تهداب ډبره منازعې ته لاړه، د اسلام ستر پیغمبر پر لار تېرېده، خلکو غږ کړ چې دغه سړی امین دی راځئ چې دده پر لاسونو دا ډبره کېږدو، هماغه وه چې ډبره څادر کې کېښودل شوه او څلور واړه پیڅکې یې د څلورو قومونو په لاسو کې ورکړې، ډبره یې تهداب کې کېښوده.

    د اسلامي امارت د سیاست سرچینه د اسلام مقدس دین دی، چې دغه دین ټګۍ او برګۍ نه پیژني. قول، تعهد او ژمنتیا پکې یو ارزښت دی، داد او معامله پکې یوه فریضه ده.

    دلته راځم د بحث اصلي موضوع باندې تمرکز کوم، ‏د ترکمنستان د خارجه وزير خاطره:پرون په عشق آباد کې د افغانستان او ترکمنستان د خارجه وزيرانو په مشرۍ د ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ او دوه اړخيز تجارت او ترانزيت کې د اسانتياوو په اړه تفصيلي کاري مجلس و. افغانستان چې لسيزې يې نوم له يرغلونو، ناامنۍ او بې‌ثباتۍ سره تړلی و، د دغسې د پرمختگ او ابادۍ بحثونه چې ګورم لکه د تاريخ مسير چې بدل وي…لکه د دې ملت د لسيزو قربانيو رنګ راوړی وي.

    نورې خبرې پر خپل ځای، د ترکمنستان خارجه وزير چې له ۲۰۰۱ راهيسې د دې هېواد خارجه وزير دی، امارت يې باوري شريک بللی او جالبه خاطره يې ويلې.وایي، ۲۰۰۱ کې چې امريکا پر افغانستان بمبارۍ شروع کړي وې، حالات ډېر کړکېچن وو، خو زموږ کونسلګرۍ په مزارشریف ښار کې لا فعاله وه.

    کله چې د بمبارد په مقابل کې د امارت ځواکونو ته مقاومت ناشونی شو او نور له مزار ښار څخه طالبان شاتګ ته مجبوره شول، د دوی مسؤولينو زموږ کونسلګرۍ ته خلطه کې د برېښنا د بيل پیسې راوړې وې او غوښتنه يې کړې وه چې دا مو بیل دی، موږ ځو چې تاسې زموږ پر خلکو بریښنا قطع نه کړئ.

    سبا ته امارت له مزار شريف څخه شاتګ وکړ!رشيد مُرَدوف ويلي، زموږ اړيکو کې رښتينولۍ موږ ته دا باور راکړی چې موږ او تاسې پرمخ تللی شو.دا د افغانستان رښتينې او مسؤولانه استازولي ده.

    مخکینۍ مقالهیوناما د مسلمانانو په قضیو کې چوپه خوله وي، خو د مجرمینو د مجازاتو په اړه غبرګونونه ښيي
    راتلونکي مقاله افغانستان ـ ترکمنستان ترمنځ په گڼو گډو همکاریو خبرې شوې

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.