Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سیاسي مرستیال: د بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لگښتونه پوره کوو او هم رغنیز کارونه کوو
    افغانستان

    سیاسي مرستیال: د بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لگښتونه پوره کوو او هم رغنیز کارونه کوو

    صابر افغانصابر افغان8 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير په پروان کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلي چې د کورنیو سرچینو څخه هم د نظام لگښتونه پوره کړي او هم رغنیزې پروژې پیل کړي.

    نوموړي ویلي، د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد د ابادۍ او رغونې تر څنگ، په سیاسي ډگر کې هم د نظام پرمختگ ته لومړیتوب ورکول شوی چې مسوولین يې شپه او ورځ د هېوادوالو د هوساينې او د وطن د روښانه راتلونکې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.: «اسلامي امارت په تېرو نږدې درې کلونو کې توانېدلی له بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لگښتونه له کورنیو عوایدو پوره او په هېواد کې بنسټیزې پروژې پیل کړي.»

    نوموړي وویل، د امریکا او ناټو پر وړاندې د جهاد بریا د افغانانو د یووالي پایله وه. څنگه چې جهاد گډ مسوولیت وو، همدا ډول اوسنی اسلامي نظام هم د ټولو ولسونو گډ ټغر دی.:«که چېرې پخوانیو واکمنانو اسلامي نظام حاکم او شریعت په بشپړ دول پلی کړی وی، نو د اسلامي نظام د استقرار لپاره به د افغانانو پراخو قربانیو ته اړتیا نه پیدا کېده.»

    سیاسي مرستیال زیاته کړې، له گاونډیو او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د سالم سیاست پایله ده او د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغان استازو گډون د افغانستان سیاسي بریا او له نړۍ سره د مثبت تعامل نښه ده.: «په بهر کې مېشتو پخوانیو چارواکو او مسوولینو ته ډاډ ورکړئ چې هېواد ته راستانه او باعزته ژوند وکړي. قومي مخور او علما دې اجازه نه ورکوي چې دښمن له نوي نسل څخه ناوړه گټه واخلي.»

    نوموړي همدا راز د پروان قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د هېواد د ښېرازۍ او پرمختگ او د افغان ولس د هوساینې لپاره له ټولو شته سرچینو اغېزمنه گټه اخلي.

    مخکینۍ مقالهملي دفاع وزارت ویاند: د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي وگړو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارگانونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره همکاري په ډاگه کوي
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالي: د تهیه‌مسکن ـ سرای شمالي ترمنځ د غځېدلي سړک د پاکولو چارې یې بیا پیل کړې

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    عربي بوسټ رسنۍ راپور ورکړی، چې په یمن کې د انصارالله سیاسي دفتر غړي «محمد…

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.