Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سیاسي مرستیال: له کډوالو څخه سیاسي گټه وانه‌خیستل شي
    افغانستان

    سیاسي مرستیال: له کډوالو څخه سیاسي گټه وانه‌خیستل شي

    صابر افغانصابر افغان27 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبير په کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا راتوت او مل پلاوي سره لیدلي او په گڼو موضوعاتو یې سره خبرې کړې دي.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اندریکا راتوت له مرستندویه ادارو سره د اسلامي امارت همکاري، مېلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه ارزښتناکه بللې او هم یې پرو سږکال د هرات له زلزله‌ځپلو او له پاکستان څخه د را ایستل شوو افغانانو سره د ملگرو ملتونو مرستې مهمې بللې دي.:« په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ مېلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنگ پلان لري د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ترې ۲ مېلیارده ډالر وغواړي.»

    نوموړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو دویمې لړۍ پیلېدو ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تگ لپاره وخت ورکړل شي او په زور ایستلو ته اړن نه‌شي.‎

    راتوت د کاسا زر سیمه‌ییزې پروژې د پيل په برخه کې هم د اسلامي امارت هڅې وستایلې.:«په افغانستان کې له پانگونې ملاتړ کوي؛ دغه راز د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړیوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.»

    ‎په دغه ناسته کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، له افغانانو سره د ملگرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو مننه کوي، د پرله‌پسې وچکالۍ او اسلامي امارت ته د فقر او لوږې په میراث پاتې کېدو له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.‎

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرگنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستل، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینگار یې وکړ چې باید له کډوالو څخه سیاسي گټه وانه‌خیستل شي.:«دا مهال افغانستان امن دی، اداري فساد او نشه‌یي توکي کښت، قاچاق او تولید لمنځه تللی او زورواکي پای ته رسېدلې چې له امله یې په هیواد کې پانگونې ته ښه زمینه برابره شوې ده. موږ له اسیا پراختیايي بانک او نور بنسټونو څخه غواړو چې په افغانستان کې خپلې نیمگړې پروژې بشپړې کړي.»

    دا په داسې حال کې ده، پاکستان روانه اوونۍ ویلي وو، چې په نږدې وخت کې به له پاکستان څخه یو مېلیون نور افغان کډوال هم وباسي.

    مخکینۍ مقالهایران ته د څه باندې ۲۰۰ زرو امریکایی ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه
    راتلونکي مقاله متقي: د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې دې د شته ستونزو د حل لپاره هم مخلصانه کار وشي

    مربوطه لیکنې

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026

    هند له افغانستان سره د مرستو لپاره یو نیم میلیارد روپۍ ځانګړې کړې

    3 فبروري 2026

    روسیه کې افغان سفیر: افغانستان غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري

    3 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 فبروري 2026

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    ‏د ‎ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د ننګرهار وادې کرنيز شرکت او د غوښو…

    هند له افغانستان سره د مرستو لپاره یو نیم میلیارد روپۍ ځانګړې کړې

    3 فبروري 2026

    زلمی خلیلزاد: د پاکستان حاکم رژیم دې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حل‌لارې وړاندې کړي

    3 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026

    هند له افغانستان سره د مرستو لپاره یو نیم میلیارد روپۍ ځانګړې کړې

    3 فبروري 2026

    زلمی خلیلزاد: د پاکستان حاکم رژیم دې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حل‌لارې وړاندې کړي

    3 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.