Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سیاسي مرستیال: نړۍ دې داعش ته ډېر تبلیغ نه کوي
    افغانستان

    سیاسي مرستیال: نړۍ دې داعش ته ډېر تبلیغ نه کوي

    صابر افغانصابر افغان7 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بېگاه ماښام په سپېدار ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو او دیپلوماتو سره گډ روژه ماتی وکړ.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روژه ماتي په دې مېلمستيا کې چې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون او کابینې ډېرو غړو او چارواکو حضور درلود، په کابل کې د گڼو هېوادونو سفیرانو، شارژدافیرانو، د ملگرو ملتونو ، اروپايي ټولنې او اسلامي کنفرانس استازو گډون کړی وو.

    د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر د هرکلي ترڅنگ وویل، تمه لري په راتلونکي کال کې په کابل کې د مېشتو دیپلوماتانو او سفیرانو شمېر تر دې هم ډېر وي او نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانېزي.: «اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري او د سیمې هېوادونه کولای شي په گډه سیمه‌ییز نوښتونه رامنځته او پياوړي کړي.

    اسلامي امارت لېواله دی چې له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړيکې ولري، په سیمه‌ییزو پروژو کې ونډه واخلي او د وصل د نقطې په توگه عمل وکړي.»

    نوموړي ویلي، د افغانستان گاونډيان دې ډاډ ولري چې اسلامي امارت به هېچا ته هم د دې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ورته گواښ پېښ کړي.:«په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی دی.

    داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دښمن دی، اسلامي امارت دغه ډله په افغانستان کې ځپلې ده او هېڅوک یې باید د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه‌کړي.»

    د رياست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، هغوی چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې د افغانستان پراخې سیمه‌ییزې اړیکې او تعامل، د بنسټيزو او پراختیايي چارو تر سره کول، د نشه‌يي توکو او فساد پای ته رسېدل او د سرتاسري امنیت تامينېدل ورته، د منلو نه دي.:«په افغانستان کې د اسلامي امارت له فتحې سره سم، ډېر مثبت بدلونونه راغلي او افغانستان یې د باثباته مسیر په لور روان کړی دی.»

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو ځل بیا له هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په اجباري ډول دې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې برخه کې دې د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره له پوره حوصله مندۍ کار واخلي.

    مخکینۍ مقالهلوگر کې د څلورو تاریخي ابدو ترڅنگ، شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاگانې کشف او ثبت شوې
    راتلونکي مقاله په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    مربوطه لیکنې

    ‏په تېر یوه کال کې څه باندې ۴۰زره ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي

    13 اپریل 2026

    د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۸ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    13 اپریل 2026

    افغان ځواکونو د کونړ منورې ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې پوستې ځوابي بریدونه کړي

    13 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 13 اپریل 2026

    حنظله: په پراخو سایبري عملیاتو کې یې د اماراتو شپږ پېټا بایټه حساس معلومات له منځه وړي

    د حنظله په نوم د ایراني هېکرانو یوې ډلې ویلي، چې په یو لړ سایبري…

    ګلګېت-بلتستان کې پر پاکستاني پولیسو د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو ومانه

    13 اپریل 2026

    ‏په تېر یوه کال کې څه باندې ۴۰زره ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي

    13 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حنظله: په پراخو سایبري عملیاتو کې یې د اماراتو شپږ پېټا بایټه حساس معلومات له منځه وړي

    13 اپریل 2026

    ګلګېت-بلتستان کې پر پاکستاني پولیسو د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو ومانه

    13 اپریل 2026

    ‏په تېر یوه کال کې څه باندې ۴۰زره ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي

    13 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.