د افغان حکومت چارواکو ویلي، چې سېلاب ځپلو سره د مرستو او هغوی ته د سرپناه د جوړولو لپاره دې مالیې وزارت افغاني او ډالري حسابونه پرانیزي.
د ریاست الوزراء په یوه تازه حکم کې راغلي، چې د دغو حسابونو په پرانیستلو سره به د مرستو لپاره يو شفاف ادرس موجود وي او هم به اړمنو هېوادوالو ته په سمه توګه ورسول شي.
د دغه حکم له مخې به راټولې شوې مرستې د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو په غړيتوب د يوې کمېټې له لارې د رياست الوزراء مقام د هدايت اخيستلو څخه وروسته د تدارکاتي، بودیجوي، تخصيصاتي او تادياتي مراحلو څخه پرته په یادو برخو کې وکارول شي.
په یاد حکم کې له ټولو هېوادوالو، ملي سوداګرو، ملي او نړۍوال مرستندويه بنسټونو غوښتل شوي، چې خپلې مرستې د نوموړو حسابونو له لارې تر سیلاب ځپلو ورسوي او د دوی لاسنیوی وکړي.