په افغانستان کې د جمهوري نظام له واکمنۍ او د جمهوري نظام د بېکفایته کابینې د ملاتړو د سیاسي پلانونو تر سیوري لاندې د اشغال له تدریجي پرمختګ وروسته او په هېواد کې د امریکا او د هغې د متحدینو د اشغالګرو چلندونو په دوام سره، بالاخره دا تور بت مات شو او دا ناپاک طلسم له منځه لاړ. په هېواد کې د یووالي او ورورولۍ فضا واکمنه شوه، زړونه یو بل ته نږدې او غېږې یو بل ته خلاصې شوې.
خو په هغه شلو کلونو کې، د بهرنیو مزدورو او پرديپالو اشخاصو د جمهوریت له فریب ډک میدان کې میدانداري وکړه، له واک څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه او د وخت ګډوډه واکمني یې د ملت، قومونو او نژادونو پر ضد وکاروله. دغو کسانو په چوپتیا کې د تعصب او تبعیض د بنسټونو په جوړولو او پیاوړتیا لاس پورې کړ او ډېری یې د پېژندل شوي دښمن (امریکا) په څرګند ملاتړ سره د وطن پر ځوانانو ټوپک، ټانکونه او وسلې وکارولې، پرځای د دې چې خبرو اترو، منطق او عقل ته مخه کړي.
هغه څه چې د جمهوریت پر شلکلنې کارنامې باندې د بېکفایتۍ او نااهلۍ مهر لګوي، د ځان غوښتونکو، منفعتطلب او قدرتپالونکو اشخاصو شتون و، چې په عمل کې یې د ملت پر ضد صف ودرولی و او د دښمن د ګټو په کارخانه کې یې اوبه اچولې.
څومره چې به د یوه کس مقام د جمهوریت په جوړښت کې لوړ و، هغومره به یې طمع، چل او ظلم پراخ او تور و. واک یې د یوه پیاوړي اهرم په توګه د هر چا او هرې خوا پر ضد کاراوه او له سپکاوي په ډک نظر سره یې خپلې او د خپلو بهرنیو متحدینو ناروا سیاسي او ټولنیزې موخې عملي کولې.
داسې نظام د بېکفایته کسانو په لاسونو کې، د تعصبپالنې او قدرتغوښتنې لپاره په یوې لوبې بدل شوی و او هېڅکله یې د ملت د ګټو او د هېواد د ابادۍ په لور کوم مثبت ګام پورته نه کړ. که کومه ګټه هم په کوم کار کې وه، د همدې اشخاصو په بهرنیو مشکوکو حسابونو کې د نغدو ډالرو په بڼه راټوله شوې ده.
داسې نظام نه د اصلاح وړ و او نه د ترمیم او د غوړېدو هېڅ امید پکې پاتې نه و. د دې په اړه بحث چې ګواکې کېدای شوای تخنیکي ستونزې یې حل شي او داخلي تشې یې ډکې شي، دا یوه خیالي او له عقل څخه لیرې انګېرنه ده.
له دې ټولو کمبودونو او له فریب او خیانت څخه ډکې دوسیې سره سره، اوس یو پېژندل شوی او پردیپال کس، د یو دروغجن مبلغ په بڼه میدان ته راغلی او خلکو ته داسې القا کوي چې ګواکې جمهوریت یواځې تخنیکي ستونزه درلوده او د اصلاح وړ و. په داسې حال کې چې د دغه نظام ټولې نیمګړتیاوې او فساد، د غرمې د لمر په څېر خلکو ته څرګند و او حتی د فکر او نظر خاوندانو په هماغه جوړښت کې، په وار وار د هغې له پېچلو او نه حل کېدونکو ننګونو څخه په تفصیل سره خبرې کړې او ګردي مېزونه یې جوړ کړي دي.
د دغو ټولو ستونزو ریښې مشخصو ادرسونو ته رسېدلې: د قدرت او مقام خاوندان چې د جمهوريت نظام په سر کې وو. هغه کسان چې هم غله وو او هم قاضیان، هم مجرم وو او هم مدعي، هم یې د ملت اوښکې بهولې او هم یې د دوی په ماتم کې ګډون کاوه.
د جمهوریت له داسې تور او ناورین رنګه انځور څخه د پردې پورته کېدو سره، څنګه کولی شو یو ځل بیا د هغې د ستونزو د حل لپاره هیله وکړو او تصور وکړو چې ګواکې تنها په تخنیکي اصلاحاتو سره کېدای شوای یو ځل بیا پر پښو ودرول شي!؟
نن، د بهرنیو ظالمانه سیاستونو له تور پړاو څخه له تېرېدو وروسته او د هېواد له دښمنانو څخه د کورنیو ځانپلورونکو عناصرو له ملاتړ وروسته، نور هېڅ آزاد افغان په دې خطرناک چل نه غولېږي او له بهر مېشتو داعیانو سره لاس نه ورکوي.
هغه کسان چې له پولو هاخوا یواځې د دې هنر لري چې ملت د ملت پر ضد او خلک د نظام پر ضد راوپاروي، معلومه ده چې لا هم د جمهوریت د کمزورو بنسټونو په ړنګېدو ځوریږي او د خپلو شخصي ګټو د له لاسه ورکولو داغ یې په زړونو کې پروت دی.
نه به دوی ته د سیاسي واکمنۍ لپاره بیا فرصت برابر شي او نه به څوک د یوه نظام په چوکاټ کې دوی ته د منلو لپاره چمتو وي. هغه زخم چې ملت له هغې دورې څخه وزغمه، لا هم نه دی رغیدلی او هېڅکله به دوی ته اجازه ورنکړي چې د خلکو پر زخمونو مالګه وشیندي او هغه نه هېرېدونکي دردونه او رنځونه بیا راژوندي کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.