Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شرمناک ناورین یا لویه پېښه؛ د عبدالرب رسول سیاف په خبرو تحلیل
    لیکني

    شرمناک ناورین یا لویه پېښه؛ د عبدالرب رسول سیاف په خبرو تحلیل

    صابر افغانصابر افغان16 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دریمه برخه

    د دې یادښت په لومړيو دوو برخو کې مو د نوموړي شبهاتو او ادعاوو ته ځواب ووايه او اوس د هغه د ليکنې وروستۍ برخې ته راځو، چې ظاهرا خیر غوښتونکی شوی دی او د هېواد او خلکو خير او صلاح غواړي او د فراريانو او اسلامي نظام مخالفانو سره د اتحاد او توافق له لارې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

    نوموړی د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې د یوه خیرغوښتونکي شخص په جامو کې ښکاري او داسې زړه سوځونکی نصیحت کوي: «په هر حال او له دې ټولو سره سره زه طالبانو ته یو وړاندیز کوم چې د دوی، ملت او هېواد خیر په کې نغښتی دی او که په ځان یې زړه سوځي او له وطن سره څه خواخوږي ولري، باید د هیواد ستونزې سمدستي له مخالفینو سره د مستقیمو خبرو اترو او تفاهم له لارې او د خلکو رایو ته په مراجعې سره حل کړي، او هیواد او ملت له شته ستونزو او د لارې په سر جنجالونو څخه وژغورل شي.

    او که د دې په غیر کې د ستونزې حل له بلې خوا راغی (چې راتلونکی دی) نو په دې صورت کې به دوی په افغانستان کې د پښو ایښودلو ځای ونه لري او هېواد به له نورو تکراري بحرانونو سره مخ شي او ګران اسلام ته به یوه بله خطرناکه ضربه ورسېږي چې د دنیا او آخرت مسؤلیت به د دوی پر غاړه وي. و ما علینا الا البلاغ.» (منقول)

    نوموړي هڅه کړې چې د دین له ادرسه داخل شي او د ګران اسلام له نوم څخه په استفادې د افغاني ټولنې خواخوږو واکمنانو ته بلنه ورکړي چې له هغو کسانو سره یو ځای شي چې یو وخت د ظالمانو لاسپوڅي او په مخالف سنګر کې وو.

    هغه فکر کوي لکه څنګه چې يې له خپل ټول ملي او ديني عزت او کرامت څخه شا اړولې ده، د ده په څېر نور هم د پاکو شرابو جام د خړو اوبو څخه را اخلي او څکي یې او د مادي لذتونو په مستۍ کې د خپل خدای او ملت سره عهد او تړون ته شا اړوي.

    نوموړی او نور په بهر کې ناست بغاوتګران او په وطن کې پاتې پټ دسیسه جوړونکي فکر کوي چې اسلامي امارت به د دوی د زمانې په څېر ژر پای ته ورسېږي او دایمي زوال به یې راشي؛ هغه اند او خام تصور چې د واقعیت څخه لېري توب نه بغیر نور هیڅ نه دي.

    دی د اسلام ته د ضربې رسېدلو خبره کوي، خو دا يې هېره کړه، چې د جهاد پر مهال يې په سنګرونو او جګړو کې د همدغه خلکو سره یو ځای خپله وينه تويه کړه او شهیدان يې ورکړل، خو نن يې له هغه ټولو ديني او اسلامي وياړونو خپل لاسونه مينځلي او د کفر لمن یې ځان ته غوره ګڼلې او د دنیا په زګژوند راضي شوی دی.

    د هغه چا چې په دنیا کې الله تعالی د هغه په تندي کې خیانت او شرم ښکاره کړ او د هغه له وجوده یې ټول د اسلامیت وزرونه او بڼکې وشکولې او د اسلام زینت یې ورته له تنه و ایست، اوس د اسلام او دین په فکر کې شوی او د دې ناخوښ پای په اړه اندیښمن دی.

    دا ډول بد پايله کس اوس راغلی او د مؤمنانو، پرهېزګارانو او پر خپل عهد پاتې کسانو ته د اسلامیت نسخې جوړوي او هغوى ته بلنه ورکوي چې له خاينينو او وطن پلورونکو سره جوړه وکړي.

    د ده په ځواب کې باید ووایو چې الله تعالی همیشه د خپل دین ملاتړ (نصرت) کوي او تر خپل ملاتړ لاندې یې ساتي او د دنیا تر اخره پورې به همداسې وي.موږ هغه څوک یو چې د اسلام دین تر چتر او بیرغ لاندې اوسېدولو ته محتاج یو او زموږ د پایلې ښه توب ور پورې تړلی ده.

    پای

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهشرمناک ناورین یا لویه پیښه؛ د عبدالرب رسول سیاف په خبرو تحلیل
    راتلونکي مقاله غزه کې د اوربند په اړه د خبرو نوی پړاو په دوحه کې پیل شو

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.