د کندهار یو ځايي خبریال د حامد کرزي د ورور قیوم کرزي په اړه ویلي، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یې په کندهار کې گڼې غلاوې کولې او حکومتي عواید یې شخصي کړي وو.
نوموړي لیکلي، د کندهار پخوانی ښاروال غلام حیدر حمیدي په یوه مرموزه چاودنه کې ووژل شو، چې د خپلې ښاروالۍ پر مهال یې ۹۵۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو؛ خو د هغه د وژل کېدو وروسته قیوم کرزي خپل اشپز قاضي عمر د کندهار ښاروال کړ، چې ۹۵۰ مېلیونه افغانۍ عواید هم ورک شول.:« قیوم کرزي خپل اشپز قاضي عمر څلور نیم کاله د ښاروالۍ پر ریاست کېنولی و، چې په دغه موده کې د کندهار ښاروالۍ د عواید څخه شاوخوا ۴۵۰۰ څلور زره مېلیونه افغانۍ نور عواید ورک شوي وو، بلکې د کندهار ښاروالي د ښار له سوداگرو ۷۰۰ مېلیونه افغانو څخه ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ پوروړې وه.»
نوموړي لیکلي، قیوم کرزي د هېواد تلوېزون پر سر له امریکایانو ۳۰زره ډالر اخیستل؛ خو د هېواد تلوېزون لگښت یې د ښاروالۍ څخه ورکاوه.
شریفي لیکي، د قیوم کرزي اشپز قاضي عمر د جمهوریت پر مهال د کندهار له مفسدو ښاروالانو څخه و، چې د مرکز څخه به د کندهار د بیارغونې لپاره پیسې او ماشینونه راتلل، هماغه وسایل به د محمود کرزي په حکم د عینو مېنې شخصي پروژې لپاره لگول کېدل.
نوموړي همدا راز لیکلي، د قیوم کرزي دې نازولي ښاروال قاضي عمر به په رسمي ساعتونو کې هم په نشه او زنا بوخت و او سلگونه مراجعین به ورته په ساعتونو ـ ساعتونو انتظار وو.
د شریفي په قول، د قاضي عمر څخه هغه وخت د کندهار مخکېنی والي همایون عزیزي هم په تنگ شوي وو او مرکز ته یې د نوموړي د منفکۍ مکتوب ولېږه، خو قاضي عمر د اخلاقي فساد، اداري فساد او د قیوم کرزي د غلاوو له امله له هېواد وتښتېد، چې بیا چا ونه لید.:«لیکن قیوم کرزی نن بندې غاړې د اللهﷻحساب ته ورغی؛ خو هماغه د غلاوو پیسې یې یهودۍ مېرمنې پیټریشیا ته پاتې شولې.»
عبدالقیوم کرزی د حامد کرزي ورور و، چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا په مرېلنډ کې ومړ او پرون خاورو ته وسپارل شو.