Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»شر او فساد ډله؛ د خپلو جیبونو ابادوونکې او د هېواد ورانوونکې
    تورې څېرې

    شر او فساد ډله؛ د خپلو جیبونو ابادوونکې او د هېواد ورانوونکې

    صابر افغانصابر افغان27 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شخصي او فردي ګټو پالل د شر او فساد ډلو د پیدایښت له نېټې رانیولې، د شوروي اتحاد په وړاندې د جهاد له دورې، تر جمهوریت او بیا په بهرنیو هېوادونو کې تر اوسني سرګردانه حالت پورې؛ د شر او فساد ډلو لپاره یوازینی د اجرا وړ سیاست دی. دوی د خپلو شخصي ګټو له خوندي کولو پرته تر شا کوم بل څه نلري.

    دا هغه یوازینی هدف دی چې دوی یې د عملي کولو لپاره پر بل هر ارزښت پښې کېښودې، هر څه او هر څوک یې د خپلو موخو په لاره کې قرباني کړل.

    له دې سره، سره چې د شوروي د یرغل پر مهال د افغان ملت د جهاد یوازینۍ موخه د اسلامي نظام حاکمیت او د اشغالګرو د ظلم پای ته رسول وو؛ خو د شر او فساد ډلو مشران د خپل مقام او منصب د خوندي ساتنې لپاره د دې ملت له برحقه غوښتنو څخه په شا شول. نه تنها دا چې اسلامي نظام یې حاکم نه کړ، بلکې د امریکايي اشغال لپاره یې هم زمینه برابره کړه.

    د هېواد کورنۍ جګړې چې د شوروي اشغالګرو ظلمونه یې له خلکو هېر کړل، یوه بله هغه ښکاره بېلګه ده چې د شر او فساد ډلو تنها د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ترسره کړې. دغه تور مخو د هېواد په هر کونج کې داسې وحشتونه وکړل چې تر ننه یې نښې او پاتې شونې له منځه نه دي تللي.

    د امریکایي اشغال پر مهال د شر او فساد لپاره نوی چانس برابر شو، تر څو یو ځل بیا د ملت پر اوږو سپاره شي او د پردیو د غلامۍ په منلو د اشغال شوم پلانونه په دې مظلوم هېواد کې عملي کړي.

    په شل کلن اشغال کې، د غرب بې‌شماره ناوړه نقشې د ددې خاینانو او وطن پلورونکو په واسطه عملي شوې، چې یوازینی حاصل یې د شر او فساد د جیبونو ډکېدل وو.

    همدا وضعیت د دې لامل شو چې امریکایي اشغالګر او نور بهرني مداخله کوونکي په ډاډ سره خپل تخریبي فعالیتونه ترسره او هر یو یې د افغان خاورې په یوه برخه زخمونه جوړ کړي.

    دغه بدنامې څهرې له افغانستان څخه تر شړل کېدو وروسته، اوس هم د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره له ملت سره خیانت کوي او د خپلو بادارانو د رضایت په موخه، هره ورځ د افغانستان د اوسني حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره نوې دسیسې جوړوي.

    دغه شومې نقشې که څه هم ډیرې لږ تر عملي کېدو رسېږي، خو په پایله کې ټولې ناکامې او بې پایلې وي، د وخت له ضایع کېدو، مالي زیان او د شر او فساد له رسوایۍ پرته بله هیڅ پایله نلري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه کابل کې بې ساری امن؛ د ايران د بهرنیو چارو وزیر په ډاډمن زړه په یو رسټورانټ کې خواړه وخوړل
    راتلونکي مقاله د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند موده تمدید شوه

    مربوطه لیکنې

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026

    د محقق سیاسي عذرنامه؛ مخالفین سیاسي ناتواني په شعارونو پټوي

    30 دسمبر 2025

    د معنوي بې‌معنیٰ منطق؛ څوک فرعوني سیاست کوي؟

    29 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.