Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد ډله د تجزیې په درشل کې
    لیکني

    شر او فساد ډله د تجزیې په درشل کې

    صابر افغانصابر افغان1 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد لارویان چې د شخصي ګټو په وړاندې نورې هیڅ راز ګټې ورته مهمې نه دي، د خپل منځي اختلافاتو له ډېرېدو سره یې د خیالي جبهاتو په منځ کې د تجزیې او سقوط لپاره کار پیل کړی او د یو او بل لپاره جاسوسي کوي.

    د قاري عیسی په نوم د شر او فساد ازادۍ جبهې جاسوس د شر او فساد مقاومت جبهې د ډیری هغه داخلي افرادو لېستونه خپلې جبهې ته سپارلي، چې د دغه جبهې لپاره یې د هېواد په داخل کې فعالیت کاوه. نوموړي همدا راز د هغه ډیپوګانو په اړه هم معلومات خپلې اصلي جبهې ته لېږدولي، چې د هېواد په داخل کې یې د ناکامو تبلیغاتي بریدونو لپاره اکمال ترې کاوه.

    شر او فساد ازآدۍ جبهې غوښتل د قاري عیسی له لارې د شر او فساد مقاومت جبهې د ضعف ټولو هغه نقأطو ته لاس رسی ولري، چې په قوي کولو سره یې د هېواد په داخل کې د هغوی حرکت له کامل سقوط سره مخ کېږي او پر ځای یې د شر او فساد ازآدۍ جبهه مطرح او د بهرنیو مرستو د جلب لپاره دلایل وتراشي.

    د هندوکش غږ لخوا د عیسی محمدي او عبدالستار حسیني خپاره شوي کلیپونه په ډاګه کوي، چې عیسی محمدي له شاوخوا دوه نیم کالو راهیسې له شر او فساد ازآدۍ جبهې سره هم غړیتوب درلود، تر څو په ورته وخت کې د شر او فساد مقاومت جبهې د تجزیې لپاره کار وکړي، له هغوی ګیلمن افراد عبدالستار حسیني ته وښيي او د هغوی خیالي جبهې ته یې ور جذب کړي.

    د نظامي او رواني جګړې په ډګر کې د خپلو رقیبانو او مخالفینو معلومات د هغوی د تضعیف لپاره خورا اړین وي، د همدې هدف لپاره قاري عیسی محمدي چې احمد مسعود ته یې ځان ډیر نږدې کس معرفي کاوه، په ورته وخت کې یاسین ضیاء او د هغه خیالي جبهې ته جاسوسي کول، د افرادو، دفترونو، منابعو او پټو لیدنو معلومات یې په منظم ډول له شر او فساد ازادۍ جبهې سره شریکول.

    د شر او فساد لارویان تقریباً ټول هغه افراد دي، چې په تېرو لسیزو کې لوبېدلي دي، جاسوسي او د پیسو په بدل کې د معلوماتو پلورل د دغه شریرو عناصرو ځانګړي صفات ګرځېدلي دي، دوی نه اسلام او نه هم ملي ارزښتونو ته ژمن پاتې شوي، بلکې د شر او فساد له خیالي جبهو سره یې هم د پیسو او انلاین مقام په بدل کې معامله کړې ده.

    له هېواد بهر ټولې جوړې شوې خيالي جبهې د خپل منځي رقابتونو، اختلافاتو، جاسوسۍ، د واک تندې، بهرني او داخلي ملاتړ د نه شتون له امله د سقوط په لور ګامونه اخلي. شر او فساد د وروستۍ ماتې او تجزیې شېبې تجربه کوي او افغانان یې د تل لپاره له شره په امان کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهترکیې ته د صنعت او سوداګرۍ د وزير د سفر دوام؛ د ياد هېواد د بهرنيو اقتصادي اړيکو شورا له غړو سره یې کتلي
    راتلونکي مقاله د برېکس سازمان غړو هېوادونو ته د ټرمپ خبرداری؛ د ډالرو پر وړاندې بل پولي واحد مه جوړوئ

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جولای 2025

    له ملي ګټو سره د امرالله صالح د دښمنۍ بل څرک

    په افغانستان کې پرځېدلی جمهوریت يو امريکايي فلم و چې غوښتل یې د امرالله صالح…

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ملي ګټو سره د امرالله صالح د دښمنۍ بل څرک

    22 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.