ليکوال: عبدالله زاهد
خبره په پيسو او فکري جګړې کې ده، که نه يوه ډله(شمالي ټلواله) چې جغرافيه دې نه مني، افغان او افغانستان دې نه مني، پښتو او اسلام دې نه مني؛ خو بيا هم ځيني لګيا دي تبليغ ورته کوي، ځان ته به افغان او پښتون هم وايي خو تبليغات به يوې متعصبي ډلې(شمالي ټلوالې) ته کوي.
د دغو کسانو کار نه له وطن سره، نه له اسلام سره او نه هم له پښتو سره دی؛ بس پيسه او د غربي نړۍ د فکري جګړې تر اثر لاندې د ډيموکراسۍ داستان ږغوي؛ تر څو فساد، عياشۍ او فسق و فساد ته لاره خلاصه او دوی ځان تر غوږو پکې غرق کړي، نور که مسلمان او افغان ولس وژل کېږي يا وطن لوټې، لوټې کېږي د دوی پرې باک نه کېږي.
هر کله چې غرب د کومې ډلې تر شا درېدلی، افغانستان کې يې د خپلو ګټو لپاره جنګولي، نو ورسره يو شعار د وطن دوستۍ ورکړي؛ تر څو نور ولس په دغه شعار وغولوي او د پرديو د دسيسې ښکار يې کړي؛ پخپل ملک کې د پرديو د ګټو خونديتوب ته کار و وايي، چې يو ښه مثال يې د تېر حکومت دی، چې شل کاله يې د وطن دوستۍ په نامه د نيويارک دفاع کوله او کله چې غربيان شرمنده له ملکه و وتل نو يې وسله کښېښودل او و ويې ويل چې موږ پر غلطه وو؛ خو هغه د غرب روزونکي چې په ذريعه يې دغه خلک تېر ايستلي وه، غرب له ځانه سره بوتلل او نن هم له بهره د افغانانو د ذهنونو د مغشوش کولو په پار په ميډيا کې ږغېږي.
تر ټولو عجيبه لا دا چې هغه ډله(شمالي ټلواله) چې دوی ورته لنډغر ويل، مهاجر او نور رنګارنګ نومونه يې ورته استعمالول؛ نن د هغوی تر شاه ولاړ دي او تبليغ ورته کوي، پوهېږئ ولې؟دا ځکه چې شمالي ټلواله د خپل جوړښت څخه تر ننه د غرب يوه دسيسه وه/ده او دغه پخواني د امريکا روزلي(ټاميان) هم ځکه دوی ته تبليغ کوي، غونډې ورسره کوي، دغه دواړې ډلې د امريکا يوه دسيسه ده او په ګډه د طالبانو د مخالفت او د غرب د ګټو خونديتوب ته په افغانستان کې کار کوي.
دا لا څه کوې هغه داعش چې د خلافت شعارونه زمزمه کوي، هم د شمالي ټلوالې جامه اغوستې او په ګډه د افغانستان اسلامي امارت مخالفت ته يې کار ويلی، يوې خواته خوارج چې سخت ترينه مذهبي ډله باندي شهرت لري او بل طرف شمالي ټلواله چې ډيموکراسي او همجنسبازي يې شعار دی؛ متعصب او قومپرستي کې غرق دي، اوس دواړو يوه جامه غاړې ته کړې او ټول(شمالي ټلواله، داعش خراسان او ټاميان) د طالبانو مخالف سوي، داعش خراسان هم د اسراييلو او غرب ګډه پروژه ده؛ چې د داعش خراسان څانګې د پروژې د عملي کولو چاري يې عربستان او پاکستان ته سپارلي، د دغو درو سرو ډلو لکه شمالي ټلواله، داعش خراسان او ټاميانو اصل هدف پيسه او د امريکا د ګټو خونديتوب افغانستان کې دی.
شعارونه يې يواځې خطا ايستل او دوکه ده ځکه ولس بايد ورسره بيداره سي؛ فکر وکړي چې څنګه درې مخالف فکرونه چې مخالف شعارونه لري اوس سره يو سوي او د طالبانو مخالف درېدلي؛ ايا د دوی شعارونه او د دوی کردار کې بلها فرق نه دی؟ايا دوی يوه پروژه نه ده؟ضرور به مو ځواب هو وي! نو بايد چې هم سوشل ميډيا او هم عام ژوند کې د دوی مقابله وکړو؛ که چيري کوم شکمن کس وليدل سي بايد ژر تر ژره امنيتي ځواکونو ته خبر ورکول سوي؛ تر څو د دې خاورې دښمنان، د افغان ولس د سولې او امن دښمنان خپلو شومو دسيسو کې بريالي نه سي، زموږ دغه امن، سوله، پرمختګ، اسلامي او د عدل نظام متضرره نه سي، بيا ځلي افغانان په بلې جګړې وانه وړي.
له کله نه چې طالبان واک ته رسېدلي دلته د غرب او شرق ګټې په خطر کې سوي؛ ځکه غرب او شرق افغانستان د سړې جګړې مرکز ټاکلی وو؛ خو الحمدلله طالبان و توانېده چې نور افغانستان او افغانان د پرديو د سړې جګړې له قربانېدو خوندي کړي؛ دغه وجه ده چې نړيوال طاقتونو د طالبانو مخالفت او د دغو ډلو روزلو ته کار ويلی او هم هر وخت طالبانو ته اخطارونه ورکوي چې همه شموله دولت جوړ کړئ! تر څو غرب په دې نامه خپل جاسوسان نظام کې داخل کړي او خپلې ګټې د نظام په دننه کې خوندي کړي.
ډېر کله بيا د بشر حقوق په نامه پر طالبانو فشارونه واردوي؛ وايي چې ښځو ته داسې آزادي بايد ورکول سي لکه څنګه چې غرب کې ده؛ دا ځکه په دې کار سره هم دوی دوه هدفه لري:
لومړی: که يې طالبان ورسره ومني نو افغانستان کې به د اسلامي نظام شکل تغير کوي ځکه چې غرب او نړيوال په شمول د همسايه ګانو په نړۍ کې په هيڅ صورت اسلامي نظام نه مني، ځکه يې ډېر تمرکز پر همدې د ښځو پر آزادۍ دی.
دوهم: که يې طالبان ورسره ونه مني نو دا يو ډول تبليغ، فشار او د افغانانو د ذهنونو د مغشوش کولو ځواک دی چې ترې کار اخلي.
دغه درې ډلې چې رنګارنګ شعارونه زمزمه کوي؛ هر يو يې د خپل شعار مخالف کردار لري او شعار يې يواځې يوه دوکه ده؛ که نه نو داعش خراسان له پاکستان او نورو ډيموکرات هېوادونو څخه راځي او له يوه داسې اسلامي نظام سره جنګېږي؛ چې ټوله نړۍ کې يې ساری نسته، د رب ټول حکمونه يې تطبيق کړي او لا يې هم د تطبيق کولو هڅې شروع دي؛ خو داعش خراسان راځي له ټولې ډيموکراتيک او کفري نړۍ څخه او دلته د يوه اسلامي نظام مقابل جګړه کوي چې دا خپله پر دې دلالت کوي چې داعش خراسان د کفارو او ډيموکرات نظامونو يوه دسيسه ده.
ولس بايد د دوی په شعارونو تېر نه وځي؛ بلکې د دوی کردار ته فکر وکړي چې د وطن دوستۍ نارې وهي(ټاميان) هغوی خو وطن او ناموس خرڅ کړی، چې د اسلام نارې وهي(داعش خراسان) هغوی خو اوس د ډيموکراتانو يارانه شروع کړې او د پنجشير څخه راپورته سوي څو غله او لنډغر(شمالي ټلواله) خو ټول ښه پېژنئ چې نه افغانستان نه افغان، نه اسلام او نه دې هم پښتو مني. پای