ځايي رسنۍ وايي چې د پاکستان د شمالي وزيرستان په سپين وام کې پاکستاني پوځيان د پاکستان د طالبانو د حافظ ګل بهادر د ګروپ په غړو د چاپې وهلو په تکل روان وو، چې په لار کې د طالبانو له يوه سخت کمين سره مخ شوي، او په پايله کې یې ۶ پوځيان وژل شوي او ٢٦ تنه ټپيان دي.