Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شمالي ټلواله او د کولاب هوايي ډګر (١)
    لیکني

    شمالي ټلواله او د کولاب هوايي ډګر (١)

    صابر افغانصابر افغان8 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لومړۍ برخه

    ليکوال: اېمل پښتون

    د تاجکستان هېواد د افغانستان له شمال سره په ګاونډ کې موقعیت لري، یاد هېواد په ځلونو، ځلونو د افغانستان له سیاسي بې ثباتي څخه بده استفاده کړې ده، د افغانستان د ملي شتمنیو سره یې بربنډ خیانت ته کار ویلی دی.

    په تېر کې یې احمدشاه مسعود ته د کولاب هوايي ډګر پرانیسی پرېښی و او له هغه ځایه به پنجشیر ته اکمالات کېدل، پنجشير او ټلواله له نړۍ سره د کولاب له لارې وصلېدل، شمالي ټلوالې په تېرو وختونو او بیا په اوسني دور کې ځینې الوتکې تاجکستان ته اړولې دي، چې تر ډېره په دوو لویو پړاوونو کې وېشل کېدای شي:

    ١. لومړی پړاو؛ د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال (١٩٩٦- ٢٠٠١): په دې دوره کې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د شمالي ټلوالې اړوند ځینې الوتکې تاجکستان ته ولېږدول شوې.

    د شمالي ټلوالې مشران چې د احمد شاه مسعود په مشرۍ سره وو، د تاجکستان له لارې له نړیوالو ملاتړ ترلاسه کولو او تجهیزاتو لپاره اړیکې جوړې کړې وې؛ په دې وخت کې د شمالي ټلوالې هوايي ځواک هم تاجکستان ته تللی و؛ هغه ملي شتمني د ملي خاین په لاس د تاجکستان ملکیت وګرځېد.

    ٢. دوهم پړاو؛ په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمنۍ پر مهال: په دې مرحله کې، کله چې طالبانو دوهم ځل په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، یو شمېر افغان پیلوټان او ځینې پوځي تجهیزات د امنیتي اندېښنو له په پلمه تاجکستان ته انتقال شول؛ په دې الوتکو کې هغه هم شاملې وې چې د امریکا له خوا افغان ملي دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوې وې.

    ځینې راپورونه داسې هم شته، چې د امریکایي تجهیزاتو یوه برخه هم د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم د تاجکستان او ازبکستان په لور انتقال شوه.

    په دواړو پړاوونو کې د تاجکستان همکارۍ یو ستراتیژیک اړخ درلود، ځکه چې دا هېواد له افغانستان سره تاریخي اختلافات لري او له هغه ځواکونو سره یې اړیکې پالي چې د حاکمو نظامونو مخالف دي.

    د کولاب هوايي ډګر د تاجکستان په کولاب ښار کې موقعیت لري، چې په ختیځه برخه کې د افغانستان سره نږدې پروت دی؛ دا هوايي ډګر د تاجکستان له دوهمو لویو هوايي مرکزونو څخه ګڼل کېږي، او د ملک د پوځ او ملکي الوتکو لپاره کارول کېږي.

    کولاب هوايي ډګر په تېرو کلونو کې یو مهم ستراتیژیک موقعیت درلود، په ځانګړي ډول د شمالي ټلوالې د افغان مخالفو ځواکونو لپاره، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دې ځایه ملاتړ ترلاسه کاوه.

    دغه ډګر د تاجکستان او د هغو هېوادونو لپاره یو مهم مرکز و، چې د افغانستان په سیاسي او نظامي وضعیت کې یې دلچسپي لرله، لکه روسیه او ایران، چې وخت نا وخت یې د افغان مخالفو ځواکونو سره مرسته کوله.

    په ۲۰۲۱ کې، کله چې طالبانو بیا واک تر لاسه کړ، ځینې افغان پيلوټان او پوځيان چې په امریکا کې روزل شوي او تجهیز شوي وو، د خپلو الوتکو سره یو ځای تاجکستان ته لاړل.

    راپورونه وایي چې ځینې الوتکې کولاب هوايي ډګر ته هم رسېدلې وې، چې بیا د تاجک چارواکو تر څارنې لاندې ونیول شوې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران د پارلمان غړی ټرمپ ته په خطاب کې؛ د سنټکام سپي ژر تر ژره له منځني ختیځ څخه در ټول کړه
    راتلونکي مقاله چینایانو د ټرمپ موبایل هک کړی او د هغه افرادو لست یې ترلاسه کړی چې د ده سره يې اړيکه نیولې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.