Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»شمالي ټلواله همغه لنډغر او شرموښان دي
    تورې څېرې

    شمالي ټلواله همغه لنډغر او شرموښان دي

    عمران آغاعمران آغا9 جون 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    ليکوال: عبدالله زاهد

    افغانستان د ټولو قومونو ټاټوبی دی؛ پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ايماق، پشه يي، بلوڅ، عرب، پاميري او……… ټول يو ولس يو وجود دی اما لنډغر(شمالي ټلواله) خاينان او د پرديو جاسوسانو همېش هڅه کړې چې د قوم او سيمې په نامه د افغانستان مسلمان ولس کې تعصب خپور او بيا د دوی له دغه تعصب او نفاق څخه په ګټه اخيستني پرديو ته جاسوسي وکړي؛ پردۍ پروژې په افغانستان کې عملي کوي تر څو دوی ډالر جېب ته کړي تر څو بيا ځلي د همدې ولس په سر سوداوې او وژنې وي؛ د دوی او د غربي لېوانو دکانداري ګرمه وي.

    اصل غلطي هم د همدې ولس د ځينو ځوانانو ده چې هر چا پسي ځي؛ د ښو او بدو تر منځ توپير نه کول او د قوم، ژبې و علاقې پر بنياد د هر غل او خاين مشري منل او بيا چې به هغه څه هم ورته ويل نو په پټو سترګو به پسي روان وه؛ که به يې آزادۍ غوښتونکي اتلان ورته ترهګر معرفي کول او يا به يې هم د يرغل او يرغلګرو مخکې سپر درول، خپل مسلمان افغان ورور به يې په ټانګ پوري پورې تړئ يا به هم د خپل افغان ورور پر کور د امريکايانو سره ګډه چاپه به يې پرې وهل؛ د خپل ولس بې عزته کول، وژل، نه به يې د سپين ږيري د سپين ويښته احترام کاوه او نه به يې هم د خپلې مسلمانې خور د لوپټې احترام ځکه د ده دماغ به يې هم غلامۍ او هم وحشت ته د قوم، وطن، علاقې او ژبې په نامه جوړ کړی وو؛ چې د دوی په دغو کړنو سره به قومي دلالانو له يرغلګرو پيسې اخيستلې او د غلامۍ جعلي واک کې به يې ځان ساتلی وو.

    کله چې د افغانستان اسلامي امارت بريا تر لاسه کړه؛ افغانان يې د آزادۍ او امن په تحفه ونازول نو هله ډېری ځوانان پوه سوه چې اصل افغانان خو همدا دي چې شل کاله يې د سر او مال په نذراته کولو سره يرغلګرو ته ماتې ورکړه، قربانۍ يې ورکړې او کله چې راغله نو عمومي بخښه يې اعلان کړه؛ خپل د پلار و ورور قاتل ته يې بخښه وکړه؛ هغی چې تر پرونه ورسره مخامخ سنګر کې جنګېدل، د سر او مال دښمن يې وو، په ټانګونو پوري يې تړل خو نن د همغه طالب په واک کې بې غمه ګرځي ځکه عمومي بخښه ورته وسوه؛ سرتاسري امن يې راوست او له راتګ سره سمدستي يې د بيارغونې او پرمختګ کارونه په جم و جوش سره روان کړه، ټول قومونه يې پر يوه دسترخوان راټول او په داخل د يوه نظام کې کار کوي کوم چې برتري يې يواځې اهليت او تقوا کې ده نه په قومپرستي، علاقه پرستي او ژبې ته په کتو کې. ولس اوس پوه سو چې اصيل افغانان همدا طالبان دي، د آزادۍ او پرمختګ اتلان دي چې افغان وژنه نه غواړي او په عمومي عفوه سره يې افغانان ونازول.

    خو لا هم ځيني د پخوانۍ ادارې غلامان، شمالي ټلوالې غداران او خاينين چې بهر ملکونو کې ناست دي غواړي بيا ځلي د شمال او جنوب په نامه؛ د قوميت په نامه د ولس ذهنونه مغشوش او بيا ځلي دغه امن او سولييز ژوند له افغانانو واخلي؛ جګړه افغانستان ته راوړي خو ان شاءالله چې لا به هم پسي ورک کېږي اما ولس بايد بيداره و اوسي او هر کله چې د چا پلوي کوي نو دوه اصله بايد ياد ولري؛ هغه چا پسي چې دی يې پلوي کوي د هغه د اصليت معلومولو لپاره د هغه کس يا ډلې کردار بايد د اسلام او افغانيت په ترازو وتلي نه د قوميت، سيمې او ژبې پر بنياد ځکه موږ الحمدلله لومړی مسلمانان بيا افغانان يو.

    هغوی چې تر پرونه ستا له افغانيت څخه منکر وه او نن هم ځانو ته افغانان نه وايي، هغوی چې تذکره کې له اسلاميت ليکلو څخه منکر وه، هغوی چې په داسي بربنډه ډيموکراسي کې يې داسي نخرې وکړې چې اسلاميت و افغانيت ترې پناه غواړي، هغوی چې ټول عمر يې د غرب او فرانس غلامۍ کې سرونه ټيټ کړي، هغوی چې همجنسبازي ته يې کار کاوه، د افغاني کلتور او اسلامي ارزښتنو دښمني يې په پوره شدت سره کوله، هغوی چې ملک الطوافي يې اعلان کړې وه، هغوی چې زورواکي يې خپل شان او غرور باله، هغوی چې لنډغري کې يې ځانګړی نوم لاره څنګه يې نن ته د افغانيت او افغانستان ژغورنې و په نورو دروغجنو شعارونو خطاوځې؟
    ايا همدوی د افغانستان د تجزيې خوبونه نه ليدل؟ د خراسان شعارونه يې ستاسو هېر دي؟
    د غرب د غلامۍ سربېره دوی همېش همسايه هېوادونو ته جاسوسي نه کوله؟

    د دوی په دې دروغجنو شعارونو مه غولېږئ، دوی همغه خلک دي او دا چې نن له ملکه تښتېدلي، واک يې له لاسه تللی او ډالر پرې درېدلي ځکه يې همغه توره د تعصب ژبه ده چې د ګبين غوندي يې شيرينه کړې تر څو بيا ځلي مو وغولوي. د دوی په منافقت مه تيروځئ، دا همغه شرموښان دي چې د ولس په وينو يې لا هم پنجې سرې دي، لا يې همغه وينې نه دي پاکې کړي چې بيا ځلي مو د وينو زبېښلو ارادې لري.

    دا همغه غلامان دي چې همېش يې پردو ته کار کړی، پر پردي ټانګ سپاره راغلي او د بن کانفرانس کې يې ستا په سر سودا وکړه او د همېش په څېر نن هم پر پردي اخور سولېږي؛ اوس هم لګيا دي چې په يو ډول نه يو ډول بيا ځلي د معصومو افغانانو په وينو تجارت روان کړي خو دا ځلي به دوی او د سيمې جاسوسان ونه توانېږي؛ ځکه دلته اوس واک د سپېڅلو اتلانو دی چې هر د اسلام او وطن دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب وايي.

    دوی د دې خاورې پروا نه لري، د دوی کورنۍ او اولادونه په خارج کې په مزو کې دي، هوسا ژوند کوي او هر څه يې ځانو ته بهر کې تيار کړي خو پر تاسو يې آرام ژوند کې يوه ګوله ډوډۍ نه پېرزو کېږي.

    اې ځوانه! راځه چې نور د ورورګلوي ژوند کې اسلام او خپلې پاکې خاورې ته په ګډه کار وکړو، هر پردي او جاسوس ته په ګډه غاښ ماتوونکی ځواب و وايو، نور به نفاق ته نه وايو، موږ و تاسو ټول مسلمانان يو، افغانان يو، دا خاوره زموږ و ستاسو ګډ کور دی، دا نظام مو ګډ نظام دی؛ او داسي موقع بار، بار نه راځي چې سوله وي، سرتاسري امن وي، اتفاق او يووالی وي، ټول افغانستان کې يو ځواک، يو واک او تر يوه امر او سپين محمدي بيرغ لاندي وي.
    پای

    مخکینۍ مقالهکابل ښاروالۍ د اختر په مناسبت د څارویو د پلور او پېر ځانگړې ځایونه په ډاگه کړل
    راتلونکي مقاله یمن: حوثيانو د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیول دي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.