Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»شهيدانو او معلولينو چارو وزارت: تېر کال ۶۱۲۰۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو سره ۱۵ میلیارد افغانۍ مرسته شوې
    افغانستان

    شهيدانو او معلولينو چارو وزارت: تېر کال ۶۱۲۰۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو سره ۱۵ میلیارد افغانۍ مرسته شوې

    صابر افغانصابر افغان21 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسئولینو، نن چهارشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

    د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: په تېر یوه کال کې ۶۱۲۰۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په ټولیز ډول، ۱۵ میلیارده ۴۰۷ میلیونه ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني مساعدتونه ورکړل شوي او د خیریه موسسو لخوا له ۸۹۴۴۲ کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.

    د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې په وروستي یوه کال کې له ۶۷ خیریه موسسو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک او د ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، اړمنو او مستحقو کسانو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

    د یاد وزارت د مسئولینو په وینا، تر دې دمه ۶۵۳۲۶۵ تنه کونډې، یتیمان او معلولین تثبیت، چې له دې جملې څخه ۲۶۴۳۳۵ په سیستم کې درج شوي دي.

    دغه راز، په تېر کال کې د مستحقو کسانو د تثبیت په موخه، د تصفیې پروسه په لار اچول شوې وه، چې په پایله کې یې ۲۸۱۸۳ تنه کونډې، یتیمان او معلولین تر غیر مستحق پېژندل کېدو وروسته، له سیستم څخه حذف شوي دي.

    د وزارت مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په وروستي یوه کال کې ۹۹۰ تنه کونډې، یتیمان او معلولین د درملنې په موخه، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته معرفي شوي او ۳۸۸۵ تنه نورو ته د مصنوعي غړو، فزیوتراپي، اورتوپیدي او روان درماني برخه کې اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

    همدارنګه ۱۲۰ تنه معلولینو او یتیمانو د کمپیوټر، برېښنایي وسایلو ترمیم او خیاطۍ برخه کې حرفوي زده کړې کړي او تر فراغت وروسته اړین تجهیزات په واک کې ورکړل شوي دي.

    د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کونډو، یتیمانو او معلولینو ثبتولو بهیر دوام، د نغدي او غیر نغدي مساعدتونو جلب او وېش، په میاشتني ډول د حقوقو ورکول، له خیریه موسسو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو لاسلیکول، یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو ورکولو د پروګرام دوام، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او فرامینو تحقق او د خدمتونو وړاندې کول؛ په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالههند کې پراخ لاريونونه په کړکېچ اوښتي دي
    راتلونکي مقاله لوی درستيز: د اسلامي امارت اردو د هر یرغلګر پر وړاندې له هېواده د دفاع وړتیا لري

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.